مهم خبرونه
افغانستان په نړیوال جام کې سکاټلینډ ته پر ۱۳۰ منډو ماته ورکړه
افغانستان نن شپه د کرکټ نړیوال جام د ۲۰ آوریزو لوبو په لومړۍ سیالۍ کې سکاټلینډ ته پر ۱۳۰ منډو ماته ورکړه.
په دې لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بریالي شول، چې خپلې سیالې لولبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې حضرت الله ځاځي ۴۴، رحمان الله ګوربز ۴۶ او نجیب الله ځدراڼ ۵۹ مندې جوړې کړې.
د سکاټلنډ لوبډلې تر ۶۰ منډو پورې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
د ا.ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې د نړیوال جام په روانو شل آوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې بریا ستایلې او د دې بریا مبارکي یې ټولو هېوادوالو ته وړاندې کړې او زیاتوي؛ د ملي لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې ورته د نورو بریاوو هیله هم کوو.
تازه خبرونه
په بامیان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي
دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.
په بامیان ولایت کې د سېلابونو له کبله ۷ ځايي اوسېدونکي مړه شوي، لس ورک دي او ډېرو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.
د باميان ولايت د مطبوعاتي دفتر وياند عبدالصبور سيغاني وايي، د دې ولايت په يکاولنګ په نمبر ۱ ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله اووه کسان مړه شوي او لس نور ورک دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ټول د دوه کورنیو غړي دي.
سیغاني ویلي، د ورکو شویو کسانو لټون روان دی.
د راپورونو له مخې، د وروستیو ورځو سیلابونو په ورس، پنجاب او کهمرد ولسوالیو کې هم مالي زیانونه اړولي دي.
اړوند خبرونه:
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
په افغانستان کې د روانو سیلابونو له کبله لسګونه زره ماشومان اغېزمن شوي
سیمه ییز خبرونه
په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو
د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یواینډيپي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.
ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.
مهم خبرونه
مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن
د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سيانآن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.
دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.
بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.
ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې
د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
-
نړۍ4 days agoد امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې


