تازه خبرونه

افغانستان په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې‌شنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشه‌يي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.

Published

on

 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي؛ ځکه، چې په بلوچستان کې کرل شوي او پروسس شوي نشه‌يي توکي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سې‌شنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشه‌يي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي نشه‌يي توکي ټیټ کیفیت لري او د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښونه پېښوي.

قانع له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #بلوچستان #نشه‌يي‌توکي #کوکنار #قاچاق

 
له دې مخکې د بریټانیا د «السیس» شرکت د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې په یوه شننه کې راغلي وه؛ د بلوچستان د لورالایي او کلا عبدالله په اړوند سیمو کې پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

Trending

Exit mobile version