تازه خبرونه
افغانستان په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر او تولید پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سېشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشهيي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي؛ ځکه، چې په بلوچستان کې کرل شوي او پروسس شوي نشهيي توکي د افغانستان په ګډون نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د سېشنبې پر ورځ آریانا نیوز ته ویلي، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت زرګونه هکټاره ځمکه د نشهيي بوټو د کر لپاره کارول کېږي.
هغه ویلي، چې په پاکستان کې تولید شوي نشهيي توکي ټیټ کیفیت لري او د انسانانو روغتیا ته جدي ګواښونه پېښوي.
قانع له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
#آریانانیوز #افغانستان #پاکستان #بلوچستان #نشهييتوکي #کوکنار #قاچاق
تازه خبرونه
د ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو د اورېدلو وزارت ویاند ويلي، د ښځو حقونه باید د اسلام د مبارک دین د شریعت له مخې تعریف او تأمین شي، نه د پردیو د سیاسي اجنډاوو او تحمیلي معیارونو له مخې.
د یاد وزارت ویاند د ښځو د حقونو په اړه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړې، چې له تېرو پنځه کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو پر اړه مثبت بدلونونه راغلي دي.
په دې خبرو کې د ملکیت، میراث، مهر، نفقې، له جبري نکاح څخه د مخنیوي، د خپلې خوښې نکاح او سوداګرۍ حقونه د ښځو له حقونو څخه بلل شوي او د ښځو د حقونو پر نوم نړیوال تبلیغات سیاسي او استخباراتي موخو ته د رسېدا هڅې ګڼل شوې دي.
دا څرګندونې له هغې یوه ورځ وروسته کېږي، چې بریټانیا، امریکا او د ملګرو ملتونو لوړپوړیو چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د راتلونکي په ټاکلو کې د افغان ښځو او نجونو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه او د هغوی پر حقونو محدودیتونه او له عامه ژوند څخه د دوی ایستل یې وغندل.
تازه خبرونه
د هرات او دوبۍ تر منځ مستقیمې الوتنې پیل شوې
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت څرګنده کړی، چې د هرات د خواجه عبدالله انصاري له نړیوال هوايي ډګر څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته د لومړي ځل لپاره مستقیمې الوتنې پیل شوې دي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په لومړۍ الوتنه کې ۵۳ مسافر له هرات څخه دوبۍ ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي، ټاکل شوې له دې وروسته هره اوونۍ د هرات او دوبۍ ترمنځ یوه الوتنه ترسره شي.
د خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر چارواکو زیاته کړې؛ تمه ده، چې په راتلونکو اوونیو کې له هرات څخه تهران او استانبول ته هم مستقیمې الوتنې پیل شي، چې له دې سره به د دغه ښار نړیوالې هوايي اړیکې نورې هم پراخې شي.
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان
پزشکیان پوتین ته ویلي: « زه باور لرم، چې مونږ د امریکا له مرستې پرته په سیمه کې د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه کولی شي د همکارۍ له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي؛ د سیمې هېوادونه دا وړتیا لري، چې پر امریکا له تکیه پرته خپلې ستونزې حل کړي.
پزشکیان پوتین ته ویلي: « زه باور لرم، چې مونږ د امریکا له مرستې پرته په سیمه کې د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه کولی شي د همکارۍ له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي.
د ایران ولسمشر ویلي، د تهران او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي. هغه زیاته کړې؛ د امریکا اقدامات ایران، روسیه او نور هغه هېوادونه، چې د واشنګټن له یو اړخیزو بندیزونو سره مخ دي، ډېرو همکاریو ته هڅوي.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا یو اړخیز ې کړنې ایران هڅوي، چې څو اړخیزې همکارۍ پراخې او له روسیې او هغو نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دي.
د پزشکیان د څرګندونو له مخې، د ایران او روسیې ترمنځ په علمي، اقتصادي، صنعتي، فرهنګي، امنیتي او پوځي برخو کې د همکاریو د پراختیا پراخ ظرفیت شته.
په ورته وخت کې، پوتین ویلي، چې د روسیې او ایران ترمنځ سوداګري مخ پر زیاتېدو ده او د ایران د بوشهر اټومي بټۍ د جوړولو چارې هم روانې دي.
د روسیې ولسمشر د سیمې وضعیت جدي بللی او ویلي یې دي، چې له پزشکیان سره یې په یوه خصوصي کتنه کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې پېښې به په مثبت لوري ولاړې شي.
دا کتنه په داسې حال کې شوې، چې مسکو هڅه کوي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د بیا زیاتېدا د مخنیوي لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي. د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې دي.
امریکا او اسرائیلو پر ایران د بیا بریدونو ګواښونه هم کړي، چې دې چارې د ډیپلوماټیکې هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه ناڅرګندتیا زیاته کړې ده.
په مسکو کې دا خبرې د ایران لپاره له روسیې سره د مشارکت د زیاتېدونکي اهمیت څرګندونه کوي؛ ځکه تهران هڅه کوي له لوېدیځې نړۍ بهر له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي.
-
لوبی2 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی4 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
لوبی4 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
لوبی4 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه3 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
Opinion4 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
-
نړۍ2 days agoحوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
