تازه خبرونه
افغان او عراقي ډیپلوماټان د سفارتونو پر بیا پرانستلو خبرې وکړې
عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې په انقره کې د سفارت پر کچه د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمهییزو او نړیوالو غونډو کې د خبرو اترو او همکارۍ د زیاتولو په اړه هم بحث شوی دی.
عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې په انقره کې د عراق سفیر مجید آل لجماوي په ترکیه کې د افغانستان د سفارت له شارژدافیر محمد زبیر ودان سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستنې د احتمال او دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل په اړه خبرې کړې دي.
عراقي رسنیو راپور ورکړی، چې په انقره کې د سفارت پر کچه د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمهییزو او نړیوالو غونډو کې د خبرو اترو او همکارۍ د زیاتولو په اړه هم بحث شوی دی.
دا مهال په کابل کې له ۱۶ د زیاتو هېوادونو سفارتونه فعال دي.
د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې په کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي؛ ځکه، چې پدې برخه کې هیڅ خنډ نشته او اسلامي امارت له ډیپلوماټانو سره هر اړخیزه همکاري کوي.
د نړیوالو چارو شنونکو ویلي، په کابل کې د عراق سفارت بیا پرانیستل د سوداګرۍ او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره مهم دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په کابل او بغداد کې د سفارتونو د بیا پرانیستلو په اړه څه ندي ویلي؛ خو کابل له ډېرو اسلامي هېوادونو سره دوستانه اړیکې لري او په ډېرو دغو هېوادونو کې د اسلامي امارت ډیپلوماتان کار کوي.