تازه خبرونه
افغان او عماني سیالانو د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو پر غځولو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووهلسمه) د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدا خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د غځولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووهلسمه) د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدا خبرې کړې دي.
امیر خان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې اړینه بللی او خپل عماني سیال ته یې کابل ته د سفر بلنه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.
نوموړي دا هیله هم ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې تر سره شي.