سیمه ییز خبرونه
افغان بېسيم د مبايلونو له لارې مشورتي روغتيايي پروگرامونو ته پراختيا وركړې ده
افغان بيسيم مخابراتي شركت په افغانستان كې د ښځو لپاره د مبايلونو له لارې مشورتي روغتيايي او سوداگريز پروگرامونو ته پراختيا وركړې ده.
د افغان- امريكا د سوداگرۍ خونې په اتمه كلنۍ ناسته كې په اقتصادي او كرنيزو مسايلو مخابراتو او نوې تكنالوژي خبرې او د نظرتبادله وشوه.
د افغان بيسيم د مخابراتي شركت د سوداگريزې څانگې او بيات بنياد مرستيالې مانتي سيو موس په دې ناسته كې په بيارغاونه، د ښونځيو او روغتونونو په جوړولو او همدا راز اړو كسانو ته د بېړنيو مرستو لپاره د بيات بنياد د فعاليتونو په باب خبرې وكړې.
نوموړې زياتوي، چې دې بنسټ له افغان بي سيم سره په گډه يو پروگرام ته پراختيا وركړې ده، چې د مبايل تكنالوژي ستر قابليت يې د پلور مستقيمې شبكې ته چې ښځې يې اداره كوي، را نغاړي. اړيكه، هيله او فرصت د افغانستان لرې ټولنو ته وړي. بيات بنياد له مبايل څخه د ډېرې استفادې په مقصد د ښځو لپاره روغتيايي پروگرام تر لاس لاندې لري، چې زيانمنې شوې ټولنې او د خوراكي توكو له اړخه زيانمنې شوې ټولنې هڅوي څو د مبايل شبكې له لارې له روغتيايي زده كړو او خوراك برخمن شي.
هغې همدا راز د افغان بيسيم مخابراتي شركت د خدمتونو د پراختيا يادونه وكړه او ټينگار يې وكړ، چې دا شركت په پام كې لري څو په ۲۰۱۳كال كې د كورنيو د بيات بنياد په همكارى په ټول افغانستان كې ښځو ته روغتيايي او سوداگريز مشورتي پروگرامونه وړاندې كړي. هغې وويل، دا پروگرامونه به د مبايلونو په ذريعه عملي شي.
د افغانستان لپاره د يو اس آى ډي د سياست سلاكارې مېرمن كيمه گوان د افغان بي سيم شركت دا اقدام وستايه او په افغانستان كې يې د مخابراتي شركتونو په ځانگړې توگه افغان بيسيم فعاليتونه وستايل.
مېرمن كيمه گوان همدارنگه زياته كړه، چې افغان بېسيم له نورو مخابراتي شركتونو لكه روشن، اتصالات او ام ټی ان سره يو ځاى له نوي تكنالوژۍ سره چې اف ان سي نومېږي وصل شو. له دغې لارې په خوندي توگه د پېسو د لېږد زمينه برابره شوې ده. افغان بېسيم لوړمنى مخابراتي شركت دى، چې په افغانستان كې يې د گرځنده موباېل خدمتونه وړاندې كړي دي.
اقتصادي كارپوهانو او د دې ناستې برخه والوهم دا اقدام وستاېه او دا يې د افغان مېرمنو د ژوند د ښه والي لپاره ارزښتناك گام وباله.
په همدې حال كې د امريكا په كالفرونيا كې د افغان- امريكا د سوداگرۍ د خونې رئيس قاسم كريم د افغان بيسيم مخابراتي شركت له دې كار څخه مننه وكړه او ويې ويل، چې په دې كار سره نور خصوصي شركتونه هم هڅول كېږي، چې خلكو ته د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې كولو په ډگر كې ډېر كارونه تر سره كړي.
افغان بيسيم مخابراتي شركت په افغانستان كې لومړنى مخابراتي شركت دى. دې شركت ټول افغانستان تر خپل مخابراتي پوښښ لاندې راوستى او تل هڅه كوي څو خپل خدمتونه په ښه بڼه او چټك ډول وړاندې كړي.
دې شركت همدا راز په افغانستان كې زرگونو كسانو ته په مستقيم او غېر مستقيم ډول د كار زمينه برابره كړې ده.