سیمه ییز خبرونه
افغان دولت د اداري فساد په له منځه وړلو كې غوڅ دريځ نه لري
د سوداگرۍ او صنايعو خونه وايي:
كه د ښارواليو له خوا د ښاري خدمتونو د تكس اخيستلو په اړه حكومت پر خپلې پرېكړې بياكتنه ونه كړي؛ نو په عمومي اعتصاب به لاس پورې كړو.
د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي:
له دې وروسته كه د لومړنيو توكو بيې په بازار كې لوړېيږي مسووليت به يې د حكومت په غاړه وي، نه د خصوصي برخې.
د سوداگرۍ خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو وايي:
د وزيرانو شورا له هغه پرېكړې وروسته، چې له مخې يې بايد د ښاري خدمتونو تكس د ښارواليو له خوا واخيستل شي له تېرو دوه اوونيو را پديخوا د توكو بيې۱۵ سلنه لوړې شوې دي.
د دغې خونې چارواكي ادعا كوي، چې له دې لارې راټولې شوې پيسې نه د حكومت خزانې ته ځي او نه هم ښاروالۍ ته رسيږي.
ښاغلى قربان حقجو خبردارى وركوي، چې كه حكومت پر دې پرېكړه بيا كتنه ونه كړي دوى به افغانستان ته د سوداگريزو توكو له راوړلو لاس واخلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د وزيرانو شورا تېره اوونۍ يو ځل بيا په خپلې پرېكړې ټينگار وكړ او په ټولو ولايتونو كې يې د ښارواليو له خوا د ښاري خدمتونو د تكس په اخيستلو ټينگار څرگند كړ.