لوبی
افغان کرکټ لوبډلې له انګلستان سره په نیمه پایلوبه کې خپله ماته ومنله
له ۱۹ کلونو د ټیټ عمره پنځوس آوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې افغان ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې د ۱۵ منډو پر توپیر خپله ماته ومنله.
انګلستان د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې ۲۳۱ منډې جوړې کړې؛ خو افغان لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله.
د افغان لوبډلې لوبغاړیو هر یو محمد اسحاق ۴۳، الله نور ۶۰، عبد الهادي ۳۷، بلال احمد ۳۳ او نور احمد ۲۵ منډې وکړې، چې د ۹ ویکټو پر له لاسه ورکولو یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.
افغانستان له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راپدیخوا اووه ځله د دغو لوبو په نړيوال جام کې لوبېدلی دی او دوه ځله د دغه جام نيمه پايلوبو ته رسېدلی؛ خو په ۲۰۱۸ کال کې یې هم له آسترالیا سره په نیمه پای لوبه کې ماتې خوړلې وه.
لوبی
افغانستان په ابوظبۍ ټسټ لوبه کې د بنګلهدېش پر وړاندې د ۴۷۹ منډو له هدف سره مخ دی
افغان لوبډلې د څلورمې ورځې لوبه د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۳۲ منډو پر لرلو پای ته ورسوله. صدیقالله اتل، چې ۱۲۶ توپونه یې لوبولي؛ پر ۳۵ او حشمتالله شهیدي پر ۱۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
افغانستان د دوشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د بنګلهدېش پر وړاندې د یوازنۍ ټسټ لوبې د څلورمې ورځې په پای کې د ۴۷۹ منډو هدف ته د رسېدو لپاره ۳۴۷ نورو منډو ته اړتیا لرله او اووه لوبغاړي یې اوس هم په لوبه کې پاتې دي.
افغان لوبډلې د څلورمې ورځې لوبه د درې لوبغاړو پر سوځېدا د ۱۳۲ منډو پر لرلو پای ته ورسوله. صدیقالله اتل، چې ۱۲۶ توپونه یې لوبولي؛ پر ۳۵ او حشمتالله شهیدي پر ۱۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.
د لوبډلمشر رحمت شاه د لوبې د ورځې له پای ته رسېدا لږ مخکې پر ۵۱ منډو وسوځېد او بنګلهدېش ته یې د افغانستان د منډو د تعقیب پر مهال مهمه ویکټه پر لاس ورکړه.
رحمت شاه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې سلیزه وهلې وه؛ د عبدالمالک او شاهدالله له ژر سوځېدا وروسته له صدیقالله اتل سره د افغانستان منډې باثباته کړې وې. دغو دواړو لوبغاړو د افغانستان منډې له ۱۰۰ واړولې؛ خو رحمت شاه د ایبادوت حسین د هغه توپ پر وړاندې، چې پر ځمکه له لګېدا وروسته یې لوری ل. بدل کړ؛ د توپلرګي د بهرنۍ څنډې پر لګېدو وسوځېد.
له دې مخکې، بنګلهدېش د غرمې له ډوډۍ لږ وروسته خپله دوهیمه پاڼۍ د اووه لوبغاړو پر سوځېدا د ۳۷۲ منډو پر لرلو اعلان کړه او افغانستان ته یې د ۴۷۹ منډو ستونزمن هدف وټاکه.
د بنګلهدېش لوبډلې ویکټساتونکي توپوهونکي لیټن داس سلیزه ووهله او مهدي حسن میراز پر ۵۱ منډو ناسوځېدلی پاتې شو. دغو دواړو د اوومې ویکټې لپاره ۱۴۹ منډې جوړې کړې او د بنګلهدېش دریځ یې نور هم پیاوړی کړ؛ که څه هم افغانستان د دې ملګرتیا د ماتولو لپاره څو فرصتونه برابر کړي وه.
لیټن داس په دې لوبه کې د اته لوبغاړو په سوځولو کې هم ونډه لرله او په ټسټ لوبو کې یې د بنګلهدېش د ویکټساتونکو لهخوا د تر ټولو ډېرو لوبغاړو د سوځولو نوی ریکارډ جوړ کړ.
افغانستان اوس د لوبې د ژغورلو لپاره له ستونزمن حالت سره مخ دی؛ اووه ویکټې یې پاتې دي او د بریا لپاره ۳۴۷ نورو منډو ته اړتیا لري. بل لور ته، بنګلهدېش د بریا د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د اووه نورو لوبغاړو سوځولو ته اړتیا لري.
لوبی
بنګلهدېش د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې پر درېیمه ورځ ۳۲۹ منډې مخکې شو
د بنګلهدېش توپاچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپوهنې په دوهیمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپوهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې په درېیمه ورځ د مشفقالرحیم او نجمالحسین شانټو د غوره توپوهنې پر مټ خپله مخکښي پیاوړی کړه او د ۳۲۹ منډو پر توپیر مخکې شو.
د بنګلهدېش توپاچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپوهنې په دوهیمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپوهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.
حسن محمود پېنځه او عبادت حسین څلور لوبغاړي وسوځول او افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۴۰ منډو پر جوړولو وسوځېد. رحمت شاه، چې په خپله لومړۍ ټسټ لوبه کې یې د لوبډلمشر په توګه لوبه کوله؛ د ۱۰۵ منډو پر جوړولو د افغانستان غوره توپوهونکی شو. عبدالمالک هم ۶۲ منډې جوړې کړې.
حسن محمود د درې پرلهپسې لوبغاړو پر سوځولو(هټټرېک) کولو د بنګلهدېش لومړنی چټک توپاچوونکی شو، چې په ټسټ لوبو کې دې لاستهراوړنې ته رسیږي. نوموړي په خپله اوولسمه ټسټ لوبه کې د ویکټو شمېر ۵۰ ته هم ورساوه.
بنګلهدېش دوهیمه پاڼۍ په ښه پیل سره پیل کړه؛ خو د درې لوبغاړو تر ژر سوځېدا وروسته افغانستان بېرته لوبې ته د راګرځېدا هیله پیدا کړه.
دغه راز مشفقالرحیم او نجمالحسین شانټو د څلورمې ویکټې لپاره د ۱۵۹ منډو ملګرتیا وکړه او د لوبې بهیر یې د بنګلهدېش پر ګټه بدل کړ.
مشفقالرحیم په ۱۴۸ توپونو ۸۱ او شانټو په ۱۹۱ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان د درېیمې ورځې په وروستیو کې یو ځل بیا د لوبې ډګر ته ور وګرځېد.
ضیاءالرحمن؛ مشفقالرحیم او حسن محمود وسوځول او قیس احمد هم د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې شانټو له ډګره بهر کړ.
بنګلهدېش به څلورمه ورځ د ۳۲۹ منډو پر مخکښۍ پیل کړي؛ خو افغانستان هڅه کوي، چې د منډو واټن راکم او لوبې ته بېرته راوګرځي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوهیمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي
د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.
د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو دوهیمه برخه به په کابل کې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدا وروسته د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیل شي او سیالۍ به د نومبر تر شپاړلسمې روانې وي؛ هغه ورځ به د روان فصل اتله لوبډله هم معلومه شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون د سیالیو مهالوېش تائید کړی او تمه ده، چې د اتلولۍ د ګټلو لپاره به د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تودې شي.هغه لوبډله به د اتلانو لیګ جام وګټي، چې د لښتیلیک(جدول) په سر کې فصل پای ته ورسوي.
د شپږم پړاو په لومړۍ برخه کې لوبډلو د لښتیلیک د غوره ځای خپلولو لپاره په زړهراکښونکې لوبې وکړې.
سرخپوشان خوافي له غوره لوبډلو څخه وه؛ خو د تېر فصل اتله ابومسلم فراه، عمر ځواک او نورې لوبډلې هم د اتلولۍ د ګټلو په هڅه کې دي.
د لیګ د لښتیلیک د وروستي حالت په ټاکلو کې به پاتې لوبډلې مهم رول ولوبوي او د لوبډلو دوامداره ښه لوبه او د امتیازونو ترلاسه کول به د اتلولۍ په ګټلو کې پرېکنده وي.
د نهه لوبو له ترسره کېدا وروسته سرخپوشان خوافي د نهه بریاوو او ۲۷ امتیازونو پر لرلو د لښتیلیک په سر کې ده. ابومسلم فراه او عمر ځواک بیا هره یوه ۱۹ امتیازونه لري.
د آریانا راډیو ټلویزیون شبکه(ATN) به د افغانستان اتلانو لیګ د لوبو خپرول روان وساتي او د ټلویزیون، راډیو او ډیجیټلي خپرونو له لارې به مېنهوالو ته د لوبو او سیالیو په اړه تازه معلومات وړاندې کړي.
له مینهوالو غوښتل شوي، چې د لوبو د مهالوېش، پایلو، لښتیلیک او نورو تازه معلوماتو لپاره د ATN خواله رسنۍ وڅاري.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
لوبی3 days agoافغانستان د ټسټ لوبې په دوهیمه ورځ کې له بنګلهدېش څخه ۱۳۵ منډې شاته دی
-
تازه خبرونه2 days agoسترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
-
سوداگري2 days agoد افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو دوهیمه برخه د اوکټوبر پر شپاړلسمه پیلیږي

