Connect with us

لوبی

افغانستان په شل اوریزو سیالیو کې له خپل مقام پاتې شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې په کرکت نړیواله شورا کې د شل اوریزو سیالیو خپل اووم مقام له لاسه ورکړ.

د سریلانکا کرکت لوبډلې وکولی شول، چې په پرله پسې توګه د پاکستان کرکت لوبډله درې ځله ماته او د دغې شورا په نوملړ کې د افغانستان پخوانی مقام یعنې اووم ځای خپل کړي.

د هېواد ملي لوبډله د ۵ امتیازونو په توپیر له سریلانکا وروسته اتم ځای خپل کړ.

Advertisement

لوبی

ابو مسلم فراه اف‌سي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانولیګ په درېیم پړه کې د ابو مسلم فراه لوبډلې میوند ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه او محمد سهراب افغان پېنځه ګولونه ورکړل.

د ابو مسلم څلور نور ګولونه معین کمالي، عبیدالله عمري، رؤف عظیمي او نجیب الله هاشمي ووهل.

دا د دې سیالیو په لړ کې تر اوسه د یوې لوبډلې لخوا تر ټولو ډېر ګولونه دي.

میوند لوبډلې خپل یوازنی ګول د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې د سید جاوید حسني پر مټ وواهه.

د همدې ورځې په بله لوبه کې عدالت فراه ۳ د صفر پر توپیر موجل ساحل ته ماتې ورکړه. عبدالعلي واحدي دوه او فرهاد کریمي یو ګول ترسره کړ.

د افغانستان تلانو لیګ د دوشنبې ورځې په سیالیو کې به اټک انرژی لوبډله د جوانان واحدي له لوبډلې سره د غرمې پر ۱:۰۰ او عینو مېنه به ۳:۳۰ له خدیم لوبډلې سره ولوبیږي.

دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۳)

د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په درویشتمه سیالۍ کې سرخ پوشان خوافي د جوانان واحدي لوبډلې ته ۳- ۰ ماتې ورکړه او د همدې ورځې په څلیریشتمه لوبه کې خدیم اف‌سي استقلال کابل ته ۲ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړه.

سرخ پوشان خوافي جوانان واحدي ته درې ګولونه ورکړ شول، چې حامد امیري، مسعود آزاداني او فرهاد علیزاده یوـ یو ګول ترسره کړ.

حمید امیري د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د نن ورځې په دوه‌یمه لوبه کې د خدیم اف‌سي لوبډلې لوبغاړي شهزاد سنچارکي دوه ګولونه ووهل.

د استقلال کابل لوبډلې یوازنی ګول حمید غلامي وواهه.

سنچارکي د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د ۲۰۲۴ نړيوال ۲۰ اوریز جام سترې سيالۍ د روان کال د غبرګولي پر دیارلسمه / د جون پر دوه‌یمه په امريکا او ويسټ انډيز کې پيليږي او د افغان ۱۵ کسیزې لوبډلې اړوند لوبغاړي به د یادې میاشتې پر څوارلسمه د یوګانډا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ودانګي.

د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې پر ۴ ګروپونو وېشل شوې او هر ګروپ پېنځه پېنځه لوبډلې دي.

افغانستان له نيوزيلینډ، ویسټ انډيز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په سي ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره لوبه کوي.

د دې لوبو لومړۍ لوبه به د کاناډا او امریکا تر منځ وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په دغو سیالیو کې به راشد خان د لوبډلې لوبډلمشري کوي.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال پر پرتله په خپله لوبډله کې یو څو نور لوبغاړي ورزیات کړي، چې کریم جنت، محمد اسحاق او نور احمد او نور ټول په لوبډله کې خوندي دي.

حشمت الله شهیدي، چې تېر کال یې د افغانستان مشري کړې؛ په دې نولړ کې ندی راغلی.

ځوان ننګیال خروټي، چې د افغانستان لپاره یې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلینډ پروړاندې نړیواله لوبه وکړه؛ په لوبډله کې شته. دغه ۲۰ کلن لوبغاړي د هغه لوبلړ په درې لوبو کې پېنځه ویکټې ترلاسه کړې وې.

یو بل ځوان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی لړبغاړی محمد اسحاق دی، چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال د ۱۹ کلنو کرکټ په نړیوال جام کې لوبېدلی د افغانستان د لوبډلې برخمن دی.

راشد به د مجیب الرحمن، نور احمد، ننګیال خروټي او تجربه کار محمد نبي پر ملاتړ د سپېنې څانګې مشري هم ولري.

نوین الحق، فرید احمد او فضل الحق فاروق خپل ځایونه ساتلي او د افغانستان د چټکې توپ‌اچونې جوړښت یې خوندي کړی دی.

افغان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل‌حق فاروقي، فرید احمد ملک.

احتیاطي: صدیق اتل، حضرت الله ځاځی، سلیم ساپی

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!