Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان اته اعشاریه شپږ میلیارد دالر پولي زیرمه لري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانک مسوولینو ویلي؛ توانیدلي، چې د افغانستان بانک د اسعارو زیرمه اته اعشاریه شپږ میلیارد دالروته لوړه کړي.

د افغانستان بانک سر پرست وحید نوشیر وايي، چې د افغانستان بانک د اسعارو برخه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.

هغه زیاته کړې، چې دا د بانک د کار کوونکیو په ډېرو هڅه دې کچې ته رسیدلې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه رقم  رښتینی او حقیقي دی او د دې کچې د نورو لوړولو لپاره هم تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي وحید نوشېر څرګنده کړې؛ پدې پیسو له هېواده  بهر پانګونه شوې، چې له دې لاري افغانستان بانک ته خورا لوړ عواید سپارل کیږي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان بانک د اسعارو زخیره به نوره هم  لوړه شي.

د اقتصادي چارو کار پوه سلیم طوفان بیا وايي؛ دا مهمه ده، چې د افغانستان بانک د اسعارو زیرمه تر یوه بریده لوړ کړې؛ خو له دې د نورې لوړیدا امکات هم ول. د افغانستان بانک باید د هغو ورځو لپاره هم تدابیر ولري، چې نړیوالې مرستې پرې بندې شي او دوی له دې پیسو لوړ عاید تر لاسه کړي.

د نوموړي په وینا؛ د افغانستان بانک له پخوا هم پیسې درلودي، خو بیا هم دا سمه خبره ده، چې د اسعارو زیرمه لوړه شوې. مونږ هیله لرو، چې د افغانستان بانک د اقتصادي پراختیا لپاره پدې پیسو لوړه پانګونه وکړي او عواید مو ډېر شي.

د چارو کارپوهانو ويلي، چې د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کیدو راوروسته افغانۍ د نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې ۳۰ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی. د افغانستان بانک باید د زیرمو د لوړولو ترڅنګ د پولي سیاست او د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره خورا زیاتي هڅې وکړي.

 خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!