تازه خبرونه
خصوصي سکتور د سولې په بهیر کې پخپلو غوښتنو ټینګار څرګند کړ
د هېواد د خصوصي سکتور استازي وايي، چې د سولې په بهیر کې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نده شوې.
دوی څرګنده کړې؛ د خصوصي سکتور ټولې غوښتنې به په لیکلي بڼه افغان حکومت، وسلوالو طالبانواو نړیوالو ته وړاندي کړي، چې د سولې په راتلونکيو خبرو کې دغې سترې اقتصادي برخې ته پاملرنه وشي.
د سوداګرۍ خونې او د خصوصي سکتورمسوولین وايي، چې په افغانستان کې پر بېلابېلو برخو میلیاردونه دالر پانګه شوي دي.
دوی له نړیولو غوښتنه کړې؛ د خصوصي سکتور پانګه دې ډاډمنه شي؛ ځکه، چې د هېواد په بانکي سکتور کې مو له دېرش میلیارد افغانیو ډېره پانګونه کړې او لس زره کسانو ته يي د کار زمینه برابره کړې ده.
د مخابراتو په سکتور کې ۲،۵ میلیارد دالرو پانګونه شوې، لس زره شاو خوا شغلونه راغمنځته شوي؛ د ساختمان، کرنې، روغتیا، لوړو زدکړو په برخه کې پانګونې شوي او باید د خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړو.
د سوداګرۍ خوڼې مرستیال خانجان الکوزی وایي، مونږ به خپلي غوښتنې ښکېلو خواووته وړاندي کړو؛ ځکه، چې هغوی باید د خصوصي سکتور غوښتنې په نظر کي ونیسي. داسې نشي، چې د داوود خان دوخت په څېر ټول شته مو له خاورو سره خاورې شي.
د خصوصي سکتور په دغه ناسته کې د سولې په برخه کې د سیمي دهېوادونو لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمرداوود زی وايي، چې سوله راتلونکې ده او د سولې له راتلو سره به ټولې خواوې خوندي وي.
د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د همغږۍ ځانګړی استازی محمد عمر داوود زی څرګندوي؛ باوري یم، چې د سولې له راتلو سره د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره به لا زیاته زمینه برابره شي او د خصوصي سکتور د فعالیتونو د پراخیتا لامل به شي.
د خصوصی سکتورد غړيو په ناسته کې ټینګار شوی، چې که د سولې په روانو خبرو کې يې غوښتنو ته پاملرنه وشوه؛ نو دوی به په هېواد کې په لسکونه زره کسانوته د کار او شغل د رامنځته کولو ترڅنګ میلیاردو نه دالر، چې له هېواده بهر دي هم هېواد ته راولیږدوي او پانګونه به ورسره پراخه شي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه13 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه13 hours ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی10 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل