سوداگري
اقتصادي کمیسیون د افغانۍ د ثبات لپاره بېړنۍ هڅې پیل کړې
د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورا د دوشنبې پر ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې اقتصادي کمیسیون ته د نورو اسعارو په مقابل کې د افغانیو د ثبات پر لارو چارو هر اړخیزه دنده وسپارله.
د اسلامي امارت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ټويټ کړی؛ په غونډه کې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږي کې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره بېړنۍ هڅې ترسره کړي او په دې برخه کې د هر ډول ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي، چې د افغانۍ پر ارزښت یې بده اغېزه کړې ده.
دغه راز ټینګار شوی، چې هغه لاري چارې دې پر ګوتو شي، چې د افغانۍ د ثبات لپاره مهمې دي.
د افغانستان بانک د سې شنبې پر ورځ د پیسو له تبادله کوونکیو، سوداګریزو بانکونو او سوداګرو مشرانو سره د افغانیو د ثبات او ارزښت لپاره د لارو چارو د غوره کولو لپاره ناسته کوي، چې په تېره اوونۍ کې د امریکایي ډالرو پر وړاندې یې ارزښت چټک راټیټ شو.
د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د ارزښت خواشینوونکی کمښت په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې ژور اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شوی او د خوراکي او سون توکو په ګډون د اړتیا وړ ټولو توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د شهزاده سراى (د افغانستان د پيسو د تبادلې تر ټولو ستر بازار) د صرافانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ډالرو پر وړاندې له ١١٠ افغانيو څخه د یکشنبې پر ورځ ۱۲۳ افغانیو ته راکښته شوې ده.
یوه میاشت مخکې یو ډالر پر ۹۰ افغانیو تبادله کېده.
د صرافانو اتحادیې چارواکو ویلي، چې د ستونزې یوه برخه د ځینو پیسو بدلوونکیو لخوا د غلطو آوازو خپرېدا وه، چې د مخنیوي هڅې یې روانې دي.
د دوشنبې پر ورځ د بازار د “بولي” برخه، چې د افغانیو ارزښت ټاکي او لویې معاملې ور سره ترسره کیږي، وتړل شوه.
په همدې حال کې سیمه ییزو رسنیو د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په فراه ولایت کې د افغانۍ د ارزښت د راټیټیدو له کبله یو صراف په خپلې هټۍ کې له مغزي سکتې سره مخ شوی دی.
په سیمه کې د هټیوالو د څرګندونو له مخې، د پیسو بدلونکي پور ورکوونکیو ته د پام وړ پیسې ورکړې وې او د افغانۍ د راټیټیدو سره مړ شو.
سوداگري
افغانستان، پاکستان او عراق ته مو د صادراتي خنډونو ارزونه پیل کړې – ایران
د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، د دې هېواد د اقتصادي اړیکو د همغږۍ مرکز له دولسمې غونډې وروسته؛ ګاونډ هېوادونو ته د صادراتي ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه چمتو شوي دي.
ایراني چارواکو د افغانستان، پاکستان او عراق په ګډون ګاونډ هېوادونو ته د توکو د صادراتو د خنډونو لرې کولو لپاره د طرحو له ارزونې خبر ورکړی دی. د دغو هڅو موخه د سوداګرۍ آسانول او د صادرونکو ستونزو ته رسېدنه ګڼل شوې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي، د دې هېواد د اقتصادي اړیکو د همغږۍ مرکز له دولسمې غونډې وروسته؛ ګاونډ هېوادونو ته د صادراتي ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه چمتو شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه غونډه د شنبې پر ورځ د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه او ګډونوالو د صادرونکو ستونزې، د لېږد رالېږد ننګونې او د غیرنفتي صادراتو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.
قنبري ویلي، د لېږد رالېږد او اکمالاتو په ځنځیري لارو کې ګډوډۍ د یو شمېر صادرونکو سوداګریزې ژمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ځینو صادرونکو نهشو کولی خپل اړین توکي وارد کړي او یا خپلو اسعارو ته اړوند ژمنې پر وخت پوره کړي.
هغه زیاته کړې، د دغو ستونزو د حل لپاره د ځینو مقرراتو او اجرایي کړنلارو د بیاکتنې وړاندیز شوی او اړوند دولتي ادارو هم دغه طرحې تائید کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال زیاته کړې؛ افغانستان، پاکستان او عراق ته د صادراتو د خنډونو د لرې کولو وړاندیزونه به له بهرنیو لوریو سره د خبرو او د ایران د سفارتونو او کونسلګریو له لارې وارزوي.
دا هڅې په داسې وخت کې کېږي، چې ایران او افغانستان پراخې سوداګریزې اړیکې لري او د صادراتو د بهیر آسانول د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز لرلی شي؛ خو د دغو وړاندیزونو وروستي جزئیات او د پلي کېدا نېټه تر دې دمه اعلان شوې نهده.
سوداگري
د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمهییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله ۱۰۰ سلنه زیات شوی دی.
د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دې زیاتوالي په سیمهییزه سوداګرۍ او ټرانزیټ کې د دغه بندر ارزښت نور هم لوړ کړی دی.
د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جنوبي خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس محمد کوهګرد ویلي، چې د شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو ۸۰۵ زره ټنه توکي ټرانزیټ شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو، ۸۵ زره ټنه توکي هم د مبدأ ټرانزیټ د کړنلارې له مخې د ماهیروډ له ګمرک څخه تېر شوي، چې د تېر کال د همدې وخت پر پرتله یې وزن څه باندې ۱۳۰۰ سلنه زیات شوی دی.
کوهګرد زیاته کړې، چې د دې کړنلارې له مخې د افغانستان د سوداګرو د توکو ګمرکي چارې په ماهیروډ ګمرک کې ترسره کېږي او توکي له دې لارې د سوداګرو د خوښې وړ موخو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د ماهیروډ او د افغانستان د فراه ترمنځ د لارې څه باندې ۶۵ کیلومټره برخه پاخه شوې ده. د دې لارې بشپړېدل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد وخت او د ټرانسپورټ لګښتونه راکم کړي.
د ایران د بیرجند د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، چې افغانستان د جنوبي خراسان ولایت تر ټولو مهم هدف بازار او سوداګریز شریک دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د وارداتو آسانتیا او د ګمرکي خنډونو لرې کول کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
سوداگري
ایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنېپټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنېپټلۍ سره ونښلول شي.
د ایران سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ټرانسافغان دهلیز په تخصصي غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ دې له هرات څخه د ازبکستان ترمذ پولې پورې وغځول شي.
میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنېپټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنېپټلۍ سره ونښلول شي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ د دې لارې پراختیا کولی شي د توکو د لېږد او د سیمې د هېوادونو لهخوا آزادو اوبو ته د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وړاندیز کړی، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین د دهلیز پر لاره پرتو هېوادونو استازي دې د اقتصادي همکاریو ټولنې( اکو) په چوکاټ کې ژر تر ژره غونډه وکړي، چې د دې طرحې د عملي پلي کېدا لارې چارې مشخصې شي.
فرزانه صادق د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د چابهار بندر ټرانزیټي هوکړې ته پر نغوته ویلي، چې دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد د پراختیا وړتیا لري.
هغې د سرخس او رازي له لارې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ له ترکیې او اروپا سره نښلول او د سرخس او جلفا له لارې قفقاز او تورې بحیرې ته لاسرسی هم په سیمهییز لېږد رالېږد کې د عملي کېدا وړ طرحې بللې دي.
دغه راز د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدا لپاره د پام وړ وړتیاوې لري او د اوسپنېپټلۍ د پراختیا او ټرانزیټي آسانتیاوو په برخه کې د ایران په ګډون د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کوي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې افغانستان د اوسپنېپټلۍ د پراختیا او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ټرانسافغان دهلیز په غونډه کې، چې په آستانه کې جوړه شوې وه؛ د ایران، اوزبکستان، پاکستان او قزاقستان د ټرانسپورټ وزیرانو او د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه5 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
لوبی5 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ4 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
لوبی4 days agoسرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
-
لوبی5 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
