Connect with us

سوداگري

اقتصاد محوره افغانستان به د سیمې په ترانزیت کې مرستندوی رول ولوبوي – ملا‌برادر

خپور شوی

د

نن یکشنبه ( د لړم اوومه ) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ لوړ رتبه امارتي مسوولینو د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهییوف پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره، چې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورت وزیرانو په ګډون د بېلابېلو سکتورونو استازیو په کې حضور درلود؛ د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې ملا برادر ویلي؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي، چې د سیمې په ترانزیت کې مرستندوی رول ولوبوي او د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره مو د لویو لارو پر بیارغونې سربېره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي، چې دا به د سویلي او مرکزي آسیا هېوادونو په نښلولو کې ارزښتناک رول ولوبوي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړې، افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د ازبکستان مسیر کاروي. په دې مسیر کې د افغانستان پر کارګو ترانزیتي فیس د نورو مسیرونو پر پرتله لوړ دی، چې مونږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.

د ملا برادر د څرګندونو له مخې؛ د دې لپاره، چې افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ متوازن بیلانس ولري ښه ده، چې ازبکستان ته د افغانستان صادرات د پام وړ ډېر شي او په دغه برخه کې ازبکستان د افغانستان لپاره د ځانګړیو ترجیحي تعرفو په نظر کې نیولو سره په ځینو مواردو کې له استثنايي دوستانه تعامل څخه کار واخلي.

په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر سوداګریزو، ترانزیتي او اقتصادي اړیکو سربېره د اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت، د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده‌کړو زمینې برابرولو په اړه هراړخیز بحث شوی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ افغانستان او ازبکستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ښه ګاونډي هېوادونه پاتې شوي او هر وخت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له یو بل سره همکاري کړې ده.

د نوموړي په خبره؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړیو پلاوو تګ راتګ ښيي، چې زمونږ دوه اړخیزې اړیکې د پوره پراختیا په حال کې دي او له دې سره به وتوانېږو، چې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.

د ازبک پلاوي مشر جمشید خواجه‌یوف د خپلو خبرو پر مهال ویلي، ازبکستان له فغانستان سره د کرنې، ترانسپورت، اوسپنې پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیت، اوبو مدیریت او کانونو په برخه کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دغه برخه کې به د دواړو لوریو تخنیکي کمیتې ګډ کار وکړي.

خواجه‌یوف زیاته کړې، ازبکستان ته د افغانستان د صارداتو د زیاتولو په اړه ازبک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درې میلیاردو دالر ته ورسېږي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکیو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې هم رامنځته کړي او په نږدې راتلونکي کې به تاشکند د افغان محصولاتو نړیوال نندارتون جوړ کړي او چمتو دي، چې په ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز وسپاري.

د غونډې په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات له زلزله ځپلیو سره د ازبکستان له بشري مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د دغه پلاوي سفر به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ښه‌والي او ودې لامل شي.

سوداگري

کابل له مسکو سره د اقتصادي همکاریو پراخولو غوښتنه وکړه

 په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

Published

on

د روسیې تاس خبري سرچینې راپور ورکړی، چې افغانستان له روسیې سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو؛ په ځانګړي توګه د انرژۍ، کانونو او بېلابېلو بنسټونو د رغولو په برخو کې د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

 په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ویلي، چې کابل غواړي له روسیې څخه نفت او ګاز واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او که یو شمېر ستونزې په ځانګړي توګه بانکي محدودیتونه حل شي؛ افغانستان کولی شي له روسیې څخه نفت، ګاز، درمل، صنعتي توکي، غنم او نباتي غوړي وارد کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان هم چمتو دی، چې خپل کرنیز محصولات لکه تازه او وچې مېوې، سابه، درملیز بوټي، غالۍ او معدني سرچینې روسیې ته صادر کړي.

د افغانستان سفیر زیاته کړې؛ د دغو راکړو ورکړو عملي کېدا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي. همدارنګه په مسکو کې د افغان توکو د نندارتونونو د پرانیستلو لپاره هم پلانونه ترلاس لاندې دي.

دغه راز د افغانستان سفیر ټینګار کړی، چې کابل د کانونو د استخراج په برخه کې له مسکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.

هغه وایي؛ اقتصاد د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ بنسټیزه برخه ده او حکومت هڅه کوي هېواد د سیمه‌ییز اقتصادي ادغام پر مهمې کړۍ بدل او بهرني پانګه‌وال راجذب کړي.

د تاس د راپور له مخې؛ ګل حسن حسن ویلي، چې روسي شرکتونه په افغانستان کې د صنعتي، معدني او بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري او په کابل کې د اوبو کوچنیو برېښناکوټونو د جوړولو په اړه هم خبرې روانې دي.

دغه راز نوموړي د ځینو روسي شرکتونو استازو له اړوند ادارو سره هم لیدلي او تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

افغان چارواکو هیله څرګنده کړې، چې له روسیې سره د همکاریو پراختیا به د اقتصادي ودې، کاري فرصتونو د رامنځته کېدا او د هېواد د ودانیزو بنسټونو د پیاوړتیا لامل شي.

Continue Reading

سوداگري

د ۲۰۲۵ په ډسمبر کې د افغانستان صادرات کموالی ښیي- نړیوال بانک

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

Published

on

د نړیوال بانک د تازه راپور له مخې؛ د افغانستان صادرات د تېر میلادي کال په ډسمبر کې د نومبر پر پرتله ۲۵ سلنه کم شوي او ۱۶۲ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

دا کمښت تر ډېره د ۲۰۲۵ کال په اوکټوبر کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدا له کبله رامنځته شوی دی.

نړیوال بانک ویلي، چې هند په ډسمبر کې د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار و، چې د ټولو صادراتو ۶۱.۲ سلنه برخه یې جوړوله.

د راپور له مخې؛ د افغانستان واردات په ډسمبر کې ۱.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېرې میاشتې پر پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

نړیوال بانک همدارنګه ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د افغانیو ارزښت د تېرې میاشتې پر پرتله ۰.۴ سلنه لوړ شوی دی. د کلني شمېر له مخې، د افغانیو ارزښت په ټولیزه توګه ۵.۸ سلنه زیاتوالی ثبت کړی، چې دا د بازار د پرله‌پسې ثبات نښه ښیي.

د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ؛ د افغانستان کورني عواید په ډسمبر کې ۲۴.۱ میلیارډ افغانۍ (نږدې ۳۶۳.۱ میلیون ډالر) ته رسېدلي، چې دا د میاشتنۍ کچې ۲.۹ سلنه او د کلنۍ کچې ۱۸ سلنه زیاتوالی څرګندوي.

Continue Reading

سوداگري

په هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ د هر اونس سرو زرو بیه؛ ځکه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته، چې پانګوالو د خوندي  پانګونو لوري ته مخه کړه او ډالر له هغې وروسته کمزوری شو، چې د ایران او ګرینلینډ پر سر له تاوتریخوالي یوه ډکه اوونۍ تېره شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ کله، چې یې د اروپا پر ضد د تعرفو د لګولو ګواښونه بېرته واخیستل او د ګرینلنډ پر وړاندې یې د پوځي هڅې شونتیا رد کړه؛ بازارونو ته یې لنډمهالی ډاډ ورکړ، خو د ایران پر ضد د نورو ډېرو بندیزونو لګېدا بیا د بازارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

پر دې سربېره ټرمپ په دې وروستیو کې کاناډا ته هم ګواښ کړی، چې که له چین سره د کومې معاملې یا تړون په لټه کې شي؛ نو له ۱۰۰ سلنه تعرفې سره به مخ شي.

پر ایران د امریکا زیات شوي فشار د تېلو بیې لوړې کړي د سپینو زرو بیې هم د پام وړ لوړې شوې دي، چې شاوخوا ۱۰۸ ډالرو ته په هر اونس کې رسېدلي دي.

د سرو زرو بیې په تېر کال کې ۶۴ سلنه لوړې شوې وې. سږ کال یوازې په یوه میاشت کې د سرو زرو بیه له ۱۷ سلنې څخه زیاته لوړه شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!