تازه خبرونه

 اقتصاد وزیر او د ناروې د کډوالو شورا سرپرست د بې‌ځایه شویو پر ستونزو وغږېدل

د اقتصاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې رابرټ انزیکوا ډاډ ورکړی، چې د ناروې د کډوالو شورا به خپلې بشري مرستې او ملاتړي پروګرامونه روان وساتي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۵

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د ناروې د کډوالو شورا له ملاتړي مشر او سرپرست رابرټ انزیکوا سره په کتنه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، د روانو پروګرامونو د وضعیت، اړمنو کسانو ته د بېړنیو او عاجلو مرستو او شته ننګونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د اقتصاد وزارت ویلي، په دې کتنه کې رابرټ انزیکوا ډاډ ورکړی، چې د ناروې د کډوالو شورا به خپلې بشري مرستې او ملاتړي پروګرامونه روان وساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ دغه پروګرامونه حقوقي مرستې، ښوونه او روزنه، د ژوند د معیشت ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، کورنیو بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو ته د عاجلو او بېړنیو مرستو رسول، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول او راستنېدونکو ته د سرپناه چمتو کول رانغاړي.

هغه زیاته کړې، سره له دې، چې د روان کال بودجه کمه شوې؛ خو دغه بنسټ په بېلابېلو ولایتونو کې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې او د عاجلو بشري مرستو د وړاندې کولو لپاره ګڼ پروګرامونه تر لاس لاندې لري او اوس هم د زیانمنو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته د مرستندویو بنسټونو او تمویلوونکو د زیاتې پاملرنې د جلبولو هڅې به روانې وي.

د اقتصاد وزیر هم د ناروې د کډوالو شورا د بشري مرستو د دوام له کبله مننه کړې او ټینګار کوي، چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید پراختیايي پروژو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو آزادولو ته نوره ډېره پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړې؛ د کاري فرصتونو له برابرېدو، مسلکي زده‌کړو، له زیانمنو قشرونو ملاتړ او د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا سره به د اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه برابره شي او د اړمنو خلکو پر بهرنیو مرستو تکیه به هم کمه شي.

Trending

Exit mobile version