تازه خبرونه

اقتصاد وزیر او ناروې کمیټې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې عمومي رییس په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د دغه بنسټ د څلورکلنې سټراټیژۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې دا سټراټیژي پر درې بنسټیزو برخو؛ د خوړو خوندیتوب، د طبیعي سرچینو مدیریت او روغتیا او بیارغونې ولاړه ده.

Published

on

 

د اقتصاد وزارت ویلي، د دې وزارت چارسمبالي دین‌محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې له عمومي مشر تاریا مګنوسون واټرډال او مل پلاوي سره کتلي او د ګډو همکاریو د پراختیا، د بشري او پراختیایي مرستو د دوام او د دې بنسټ د څلورکلنې سټراټیژۍ په اړه خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې عمومي رییس په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د دغه بنسټ د څلورکلنې سټراټیژۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې دا سټراټیژي پر درې بنسټیزو برخو؛ د خوړو خوندیتوب، د طبیعي سرچینو مدیریت او روغتیا او بیارغونې ولاړه ده.

هغه زیاته کړې، چې د ظرفیت لوړول او مسلکي زده‌کړې هم د دې سټراټیژۍ له مهمو برخو څخه دي.

نوموړي څرګنده کړې، د اړیکو برخه د دې سټراټیژۍ له مهمو برخو څخه ده او د ناروې کمیټه به هڅه وکړي، چې د همدې لارې د افغانستان رښتینی او مثبت انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي.

د ناروې کمیټې عمومي رییس د نړیوالو مرستو د کمېدا د یادولو تر څنګ ویلي، دغه بنسټ به د امکاناتو له محدودیتونو سره – سره د معلولیت لرونکو کسانو او نورو اړمنو قشرونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د اقتصاد وزارت پر همغږۍ به د خلکو د ژوند د ښه کېدا لپاره هڅې وکړي.

دغه راز د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین‌محمد حنیف د ناروې کمیټې له فعالیتونو او همکاریو مننه کړې او وایي، چې د پراختیايي او بشري پروژو د اغېزمنې پلي کېدا لپاره د اقتصاد وزارت او کورنیو او بهرنیو بنسټونو ترمنځ همغږي اړینه ده.

هغه د ناروې کمیټې د څلورکلنې سټراټیژۍ پلي کول د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه کېدا لپاره اغېزمن ګام وباله او څرګندوي:« مونږ له هغو پروګرامونو ملاتړ کوو، چې د ملي ګټو، اقتصادي ودې، د تلپاتې کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره وي او د آسانتیا برابروونکي ادارې په توګه به اړینې همکارۍ وکړو.»

ویل کیږي، چې د ناروې کمیټې عمومي رییس د اسلامي امارت له همکارۍ، همغږۍ او مدیریت، په ځانګړي توګه هېواد ته د وروستیو کلونو د راستنو شویو کډوالو د چارو د سمبالښت په برخه کې مننه وکړه او له اقتصاد وزارت سره یې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version