تازه خبرونه

القاشوطي متقي ته د قطر د نوي سفیر په توګه خپل باورلیک وړاندې کړ

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د قطر دولت نوي سفیر ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو ښه ګټه پورته او اړيکې نورې هم پراخې شي.

Published

on

په کابل کې د قطر سفارت پخواني چارسمبالي مردف القاشوطي د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته د نوي سفیر په توګه خپل باورلیک وړاندې کړ.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د قطر دولت نوي سفیر ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو ښه ګټه پورته او اړيکې نورې هم پراخې شي.

امیر خان متقي د افغانستان اسلامي امارت او قطر دولت اړيکې تاريخي وبللې او ټينګار يې وکړ، چې د سوداګرۍ د پراختيا ترڅنګ قطر ته د افغان کاري ظرفيت د استولو لړۍ به ورسره چټکه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د قطر دولت نوي سفیر د افغانستان او قطر د حکومتونو او ولسونو اړیکې تاریخي وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د دوه اړخیزو اړیکو د پياوړتيا په برخه کې به هڅې زياتې کړي.

مردف ډاډ څرګند کړ، چې هېواد به يې د منځګړيتوب په برخه کې خپل سياست روان وساتي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې د دريځونو په نږدې کولو کې به هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version