Connect with us

تازه خبرونه

امریکا افغانستان ته له کرونا سره د مبارزې لپاره له ۳۶.۷ میلیون دالرو ډېره مرسته ورکړې

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۴, ۱۳۹۹

امریکا له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د افغانستان له خلکو سره له ۳۶.۷  میلیون دالرو ډېره مرسته کړې او دغه راز یې د نړیوال بانک له لارې د پرمختیايي چارو لپاره ۹۰ میلیون دالر چمتو کړي، چې د دغه هېواد د ملي روغتیا، ښوونیزو سکتورونو او د حکومت نورې اړتیاوې پرې پوره شي.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر ویلي، چې دغه بودجه په داسې حال کې، چې افغانستان له کرونا ویروس سره په مبارزه کې دي؛ ورته پام رااړول کیږي. مونږ ټول باید چټک ګامونه پورته کړو، چې د دغه ویروس د خوریدو مخنیوی او د ناروغانو پوښتنه وشي. دغه راز خلک کارونو ته راوګرځوو او د زیانمنو ښځو او ماشومانو ساتنه وکړو او په دې ستونزمن حالت کې د تاوتریخوالي له ډېریدو ځار نشي.

د امریکا حکومت له کرونا ویروس سره د ځواکمنې مبارزې د ملاتړ لپاره د افغانستان له حکومت، نړیوالو بشردوستانه ملګرو، مرسته کوونکیو ټولنو، خصوصي سکتور او د افغانستان له خلکو سره همغږي کوي. دغه بودجه د هغو سرچینو پر بنست برابریږی، چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لاندې هڅو ته د ځواب ویلو لپاره اعلا کړې وه:

دغه ۳۶.۷ میلیون دالر مرسته به په لاندې برخو کې ولګول شي:

له ۱۹.۱ میلیون ډېر دالر به د روغتیایي بحرانونو د مخنیوي، درملنې او د بې ځایه شویو خلکو پر روغتیاي ملاتړ ولګول شي.

افغانستان ته د راستنیدونکیو مهاجرینو د ملاتړ لپاره نږدې ۳.۱ میلیون دالر  مرسته.

پېنځه سوه زره امریکایي دالر د کرونا ویروس د مخنیوي، څارنې لپاره د آسانتیاوو، ودانیو او تجهیزاتو چمتو کول.

د افغانستان حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د اقتصادي ملاتړ صندوق ۴ میلیون دالر د لګولو لپاره لري.

د کرونویرس پرمهال د روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د روان ساتلو لپاره د نړیوال بانک ۹۰ میلیون دالر مرسته چمتوده.

د روغتیایي او بیخبنایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټولنیزو شوراګانو د څارنې او د ناروغانو د درملنې هر اړنیزه هڅونه  د امریکا د څولسیزو مرسته ملاتړ او همکاري روانه ساتلی شي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې هر اړخیز خدمتونه د افغانستان خلکو او په ځانګړي توګه میندو او ماشومانو ته روان ساتل شوي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره عامه پوهاوي زړه راکښونکې پایله الرلې ده.

له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا په افغانستان کې ۱۹ میلیارد افغانۍ پر پراختیایي برخو لږیدلي دي او دې ادارې ملکي برخو ته هر راز مرستې برابرې کړې دي.

د یادونې ده، چې دې ادارې د ۱۵ بېلابېلو خوریدونکیو ناروغیو د مخنیوي لپاره د پوهاوی اوونیز پروګرامونه پلې کړي او ترې خپل ملاتړ یې هم روان ساتلی دی.

تازه خبرونه

یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

یونیسف د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.

هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونه‌شي او هڅې چټکې نه‌کړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»

ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.

د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.

ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کم‌عمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.

دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.

د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.

ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

Published

on

 

کابل ښاروالۍ ويلي؛ د پلازمېنې د پراختیا د پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ له کابل ښار سره یوځای او د دې ښار ناحیې شي.

د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمت‌الله بارکزي بي‌بي‌سي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.

بارکزی وایي:« کابل ښار یوازې په عمودي ډول نه پراخېږي، بلکې افقي پراختیا یې هم ډېره ښه شوې او د ګوګل نخشې له لارې لیدل کېدی شي. کابل ۲۲ ناحیې لري او په پام کې ده، چې بګرامي او چارآسیاب ولسوالۍ هم ورسره یوځای شي.»

کابل ښاروالۍ تر اوسه د دې طرحې د پلي کېدا د وخت په اړه څه نه‌دی ویلي.

بګرامي د کابل ښار له مرکز څخه شاوخوا ۱۵ کیلومټره لرې موقعیت لري.

چارآسیاب هم د ښار په سویل کې پرته ولسوالي ده، چې له مرکز څخه د سويلي ولایتونو پر لور یوه اصلي لار هم ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.

ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.

هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.

دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!