نړۍ
امریکا او ملګرو ملتونو د غزې په جنوب کې د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه
اسرائیلي ځواکونو د غزې په سویل کې پر هوايي او ځمکنیو پراخو بریدونو لسګونه فلسطینیانو ته مرګ او ژوبله اړولې. په داسې حال کې، چې امریکا او ملګرو ملتونو له دوی څخه د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
رویترز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو نږدې متحدې امریکا ویلي، چې اسرائیل دې د غزې په جنوب کې هغه څه نه تکراوي، چې په شمال کې رامنځته شوي دي. دوی باید د پرلخو ملکي تلفاتو مخه ونیسي.
د غزې د جنوبي سیمې اوسیدونکو او ژورنالیستانو ویلي، چې دا ګڼنفوسه ساحلي سیمه د اسرائیلو له سختو هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې ده او اسراظیلو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې ځانونو ته دې د سرپناه په لټه کې شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له اسرائیلو غوښتي، چې په غزه کې دې ناوړه بشري وضعیت نور نهخرابوي او ملکي وګړي باید له نورو کړاوونو وژغورل شي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: عمومي منشي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د جګړې له بیا پیلېدو ډېر اندېښمن دی … هغو خلکو ته، چې له سیمې څخه د وتلو امر شوی؛ د تګ لپاره بل هیڅ خوندي ځای نهشته او د ژوندي پاتې کیدو لپاره بله لار نهلري.
اسرائیلو د نومبر په میاشت کې د غزې شمالي نیمه برخه ونیوله او کله، چې د جمعې پر ورځ د یوې اوونۍ اوربند مات شو؛ دوی ځانونه د غزې سویلي برخې ته چټک ورسول.
د حماس د اسلامي جهاد وسلهوالې څانګې ویلي، چې د غزې د مرکزي جنوبي ښار خان یونس په شمال او ختیځ کې د دوی جنګیالیو له اسرائیلي پوځیانو سره سختې نښتې کړې دي.
د غزې اوسیدونکو ویلي، چې اسرائیلي ټانکونه د غزې له پولې تېر شوي او د شمال او سویل لویه لار یې پرې کړې ده.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د خان یونس شمال ته د وتلو مرکزي سړک د جګړې ډګر دی او اوس تړل شوی دی.
په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNRWA) رییس فیلیپ لازارینی ویلي؛ د اسرائیلو د پوځي عملیاتو بیا پیل د تېرو اوونیو راپدیخوا وحشتونه تکراروي، چې ورسره خلک بې ځایه شوي، په روغتونونو کې د ګڼې ګوڼې او د بشري عملیات له خنډونو سره مخ دي.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي، واشنګټن تمه لري، چې اسرائیل به په غزه کې د بې بریده سیمو په توګه پېژندل شوي؛ له بریدونو ډډه وکړي.
هغه ویلي؛ امریکا له اسرائیلو سره په دې اړه خبرې کړي، چې له حماس سره جګړه څومره دوام وکړي، خو هغه د دې مهال وېش له شریکولو ډډه وکړه.
یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي ویلي: مونږ دا جګړه نهده پیل کړې. مونږ د ملکي تلفاتو په اړه خواشیني یوو؛ خو کله، چې تاسې غواړئ له شر سره مخ شئ باید عملیات وکړئ.
د اسرائیلو د څرګندونو له مخې د حماس وسلهوالو د اوکتوبر پر ۷ د برید پر مهال ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، دا د اسرائیلو په ۷۵ کلن تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
