تازه خبرونه

امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر سفر د بندیز فرمان د دوشنبې له سهار څخه پلی کیږي

د امریکا د ولسمشر دا اقدام له “بهرنيو ترهګرو” څخه د هېواد د ساتنې پر پلمه اعلان شوی دی.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر سفر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بندیز فرمان به د دوشنبې پر ورځ د سهار ۱۲:۰۱ پر ختیځ وخت (۰۴:۰۱ ګرینویچ وخت ) د پلي کېدو وړ وي.

د امریکا د ولسمشر دا اقدام له “بهرنيو ترهګرو” څخه د هېواد د ساتنې پر پلمه اعلان شوی دی.

هغه هېوادونه، چې د وروستي سفر له بندیز څخه اغېزمن شوي دي؛ افغانستان، میانمار، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایی ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن دي. مصر د سفر بندیز برخه نده.

د اووه نورو هېوادونو؛ برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا وګړي به هم څه نا څه له سفري بندیز سره مخ شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټرمپ د مسافرینو د هویت په تائیدولو کې پاتې راتلل او همدارنګه د جرمي ریکارډونو او په امریکا کې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدو لوړه کچه د دې کار لاملونه ښودلي دي.

ټرمپ د تېرې یکشنبې د ورځې د کلوراډو په بولډر کې د رامنځته شوې پېښې یادونه وکړه، چې په کې یو مصري وګړي د اسرائیل پلوه لاریون کوونکو پر ګڼه ګوڼه د اور لګوونکي بم برید وکړ.

Trending

Exit mobile version