Connect with us

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي

خامنه‌یي د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د امریکا سفارت د نیولو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: “امریکا تل د ایران له ملت سره له تکبر، یرغل او منافقته ډک چلند کړی او هدف یې دا دی، چې ایران تسلیم شي.”

خپور شوی

د

د ایران ستر رهبر ایت‌الله علي خامنه‌یي خبرداری ورکړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ به تر هغې هیڅ راز خبرې ونشي، چې امریکا د اسرائیلو ملاتړ پای ته ونه‌رسوي، خپل ځواکونه له منځني ختیځ څخه ونه‌باسي او په سیمه‌ییزو چارو کې لاسوهنه ونه‌دروي.

خامنه‌یي د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د امریکا سفارت د نیولو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل: “امریکا تل د ایران له ملت سره له تکبر، یرغل او منافقته ډک چلند کړی او هدف یې دا دی، چې ایران تسلیم شي.”

هغه زیاته کړې: “هر امریکایي ولسمشر له ایران څخه د تسلیمېدا غوښتنه کړې. که څه هم هغه دا په ښکاره ندي ویلي. اوسني امریکایي ولسمشر دا غوښتنه رڼه څرګنده کړې او د امریکا رښتینې څېره یې وښودله.”

د ایران رهبر ټینګار کړی؛ له امریکا څخه د خبرو اترو لپاره د هر راز راتلونکې غوښتنه به یوازې هغه وخت په پام کې ونیول شي، چې واشنګټن د تهران شرایط پوره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې شرایطو کې له صهیونیسټ رژیم څخه د ملاتړ بشپړ بندول، له سیمې څخه د پوځي ځواکونو ایستل او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پای ته رسول دي؛ دا هغه مسلې دي، چې خامنه‌یي په نږدې راتلونکي کې “ناشونې” وبللې.

هغه د وینا پر مهال په ۱۹۷۹ لمریز لېږدیز کال کې د امریکا سفارت نیول د “ویاړ او بریا ورځ” وبلله او څرګندوي؛ دې پېښې د امریکا د حکومت اصلي څېره ښکاره وښودله، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ توپیرونه “بنسټیز او اصولي” دي، نه “تاکتیکي”.

دا پېښه له هغې وروسته وشوه، چې د امریکا حکومت د ایران ګوښه شوی شاه محمد رضا پهلوي د طبي درملنې لپاره ومانه؛ دا هغه هڅه ده، چې په تهران کې د واشنګټن له لوري د شاه د بېرته راګرځولو لپاره نوې هڅه تعبیر شوه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي‌بي‌اس له ۶۰ دقیقې پروګرام  CBS ” سره په یوه مرکه کې د ایران پر وړاندې له خپلو پالیسیو دفاع وکړه او څرګندوي، چې “په منځني ختیځ کې د ثبات ساتلو لپاره د امریکا پوځي هڅې اړینې وې.”

ټرمپ ویلي: “ایران عملاً د اټومي وسلو د تر لاسه کولو په درشل کې و او ما دوی ډېر سخت پر نښه کړل.”

هغه زیاته کړې: د ایران د ارمانونو مخنیوی د عربي- اسرائیلي اړیکو د عادي کولو په بهیر کې د پرمختګ لپاره بنسټیزه وه او دا، چې د امریکا بریدونه “هدفي او مخه نیونکي” وه؛ نو موخه په کې دا وه، چې د ډیپلوماسۍ لپاره چاپېریال پاتې شي.

شنونکي وايي، چې وروستی تاوتریخوالی په ځانګړي توګه د ایران پر پوستو د اسرائیلو له بریدونو وروسته؛ پر اټومي تاسیساتو د امریکا هوایي بریدونه او د ډیپلوماټیکو هڅو درېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژور درز نښې دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی: که دا دریځونه روان وساتل شي؛ نو اوسنی کړکیچ کېدی شي د ایران، امریکا او د دوی د سیمه‌ییزو متحدینو ترمنځ نوې نظامي شخړې رامنځته کړي.

سیمه ییز خبرونه

ایران د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان پر ګډون له سیمه‌ییزې امنیتي غونډې خبر ورکړ

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

Published

on

 

ایران ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو پر ګډون به د سیمه‌ییز امنیت په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

د باقري د څرګندونو له مخې، د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

باقري ټینګار کړی، چې د تهران سټراټیژیک سیاست د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې د امنیت ټینګښت او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.

که څه هم د ایران دولتي رسنیو د دې غونډې د جوړېدا کره نېټه نه‌ده اعلان کړې؛ خو رویټرز خبري آژانس د دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه به د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې، چې ویل کیږي؛ د ایران پر ملاتړ د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د سیمې امنیتي وضعیت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي. که دا غونډه جوړه شي؛ نو د ایران او درې نورو هېوادونو ترمنځ به د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو په اړه د لوړپوړو خبرو زمینه برابره کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نه‌کوو – ایران

د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د سې‌شنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ویلي: تر هغې، چې د تهران غوښتنې  منل شوې نه‌وي؛ له واشنګټن سره به خبرې ونه‌کړي. دا څرګندونه په داسې حال کې شوې، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لري. د دغه هېواد د منځګړیتوب پخوانیو هڅو د جون په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند هوکړې ته زمینه برابره کړې وه؛ خو د اسلام‌آباد یادښت هوکړه ژر له ماتې سره مخ شوه؛ ځکه څو اوونۍ وروسته د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه.

د ایراني سرچینو د راپور له مخې؛ عاصم منیر د ایران د ولسي جرګې له رییس محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي.

قالیباف ویلي؛ واشنګټن تر هغې د تهران باور نه‌شي بېرته ترلاسه کولی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران د تېرې میاشت وړاندې شوي اووه شرطونه یې نه‌وي پوره کړي.

دغه شرطونه د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسول رانغاړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او څرګندوي، چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدا پورې به له واشنګټن سره خبرې ونه‌شي.

رضايي زیاته کړې، د ایران ټولې غني شوې اټومي زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. هغه د ایران د ستر مذهبي مشر آیت‌الله مجتبی خامنه‌یي دریځ بیا تکرار کړی، چې له مخې یې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونه‌لېږدول شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا په «ماناداره» توګه راکمه کړي.

اسرائیل، امریکا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه له اوږده وخت راپدخوا ایران د اټومي وسلو پر جوړولو تورنوي. دوی د خپلو تورونو دلیل د ایران له‌خوا د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کولو ته نغوته کوي؛ دا کچه د ملکي موخو لپاره له اړتیا ډېره لوړه او د اټومي وسلې لپاره اړینې نږدې ۹۰ سلنې کچې ته ورنږدې ده؛ خو ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې ردوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

Published

on

 

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله یو ښوونکی او ۲۱ زده‌کوونکي مړه شوي دي.

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو پر مړینه خپله « ژوره خواشیني او خفګان» څرګند کړی دی.

په پاکستان کې، چې څه باندې ۲۴۰ میلیون وګړي لري، د ودانیو او چتونو لوېدل یوه عادي پېښه ده، چې ډېری وخت د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتولو او د ودانیزو بې‌کیفیته توکو کارولو ته منسوبېږي.

د روان کال په جون میاشت کې هم د پاکستان په ختیځ لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدا له کبله له لس ډېر زده‌کوونکي مړه شوي وه.

همدارنګه، په ۲۰۲۵ز. کال کې د کراچۍ د ښار د یوې پېنځه‌پوړیزې ودانۍ د نړېدا له کبله ۲۷ کسان مړه شول او لس نور ټپیان شوي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!