Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د اسامه په نه‌شتون کې هم پر افغانستان برید کاوه – مولوي عبدالکبیر

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، که د القاعدې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې نه وای؛ امریکا به بیا هم پر افغانستان برید کړی وای.

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د خوست او بغلان ولایتونو له یو شمېر مشرانو او قومي مخورو سره په کتنه کې کړې دي.

هغه وایي: دا زمونږ د اميرالمؤمنين غیرت و او هغه څه يې پرې نه‌ښودل، چې وروسته راته د طعنې لامل شي او هغه کفارو ته د يوه مسلمان سپارل ول؛ خو مونږ باید پوه شو، چې که هغه مسلمان په خپله خوښه هم له دې هېواده وتلی وای بیا به هم امریکا او ناتو پر افغانستان برید کړی وای.

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال ټينګار کړی، چې اسلامي امارت په تېرو دوه کلونو کې ډېر څه ترلاسه کړي او د هېواد اقتصاد هم مخ پر ښه‌کېدو دى.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.

مولوي عبدالکبیر وایي: مونږ نه غواړو، چې افغانستان له نړۍ سره په ټکر کې وي. زمونږ سیاست اوپالیسي دا ده، چې افغانستان سوله‌ییز وساتو؛ خپل هېواد ورغوو او خپل سیاسي نظام پیاوړی کړو.

هغه ویلي: مونږ به هیڅکله له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو تېر نه‌شو.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت دا مهال په ۱۶ هېوادونو کې استازي لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې ډېر ژر به ځينې لوى هېوادونه له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې او په کافي اندازه تېل او ګاز صادر کړي، چې بیې به ورسره را ټيټې شي.

د مولوي عبدالکبير د څرګندونو له مخې؛ هغه هېوادونه، چې الوتکې او ټانکونه جوړوي هم یې د افغان تخنیکرانو د روزنې وړانديز کړى دى.

تازه خبرونه

د کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شول

دا چاودنه د دوشنبې پر ورځ د مازدیګر شاوخوا ۴:۵۵ د کابل ښار د اته‌لسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په«شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۷, ۱۴۰۵

د سرچینو د څرګندونو له مخې، په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي دننه د لاسي بم چاودنې له کبله لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شوي دي.

دا چاودنه د دوشنبې پر ورځ د مازدیګر شاوخوا ۴:۵۵ د کابل ښار د اته‌لسمې امنیتي حوزې اړوند د مهدیه ښارګوټي په«شمع هدایت» خصوصي ښوونځي کې رامنځته شوې ده.

سرچینو زیاته کړې، لاسي بم د یوه زده‌کوونکي په لاس کې و، چې چاودېدلی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم د پېښې پخلی کړی او څرګندوي، چې چاودنه د لاسي بم د غورځولو له کبله رامنځته شوې ده.

راپورونه وایي، په ټپیانو کې ډېری ماشومان دي او نجونې او هلکان دواړه په کې شامل دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو

منابع می‌افزایند که قرار است افراد وابسته به جمعه‌خان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.

Published

on

امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعه‌خان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.

د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعه‌خان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.

ټاکل شوې، چې د جمعه‌خان فاتح ټول ملګري بې‌وسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

Published

on

د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.

د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.

د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.

حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بې‌طرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.

هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!