Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د سولې په خبرو کې د ښځو پر معنا لرونکي ګډون ټینګار کوي ـ خلیلزاد

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د ولسمشر جو بایډن اداره به د سولې په خبرو کې د ښځو او اقلیتونو لپاره د معنا لرونکي ګډون لپاره پر ښکېلو لوریو فشار راوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې بایډن د سپټمبر پر ۱۱ نېټه د امریکایي ځواکونو ایستلو ته چمتووالی نیسي او خلیلزاد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته په چمتو شویو څرګندونو کې په ډاګه کوې، چې حکومت د مدني حقونو د ساتلو لپاره له ګاونډ هېوادونو او متحدینو سره ګډ کار کوي او پر طالبانو فشار راوړي، چې د کورنۍ جګړې پایلو ته پام راواړوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دوه اوونۍ مخکې کابل ته د څلور ورځني سفر له غځولو وروسته څرګنده کړې وه، چې هغه د افغان ټولنې له یوې پراخې برخې سره کتلي او د سولې بهیر په اړه یې د دوی نظریات واورېدل.

خلیلزاد په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې: مخکې له دې، چې زه کابل پریږدم؛ د ښځو د حقونو له یو شمېر استازیو او دیني عالمانو سره مې ولیدل؛ په جمهوري نظام کې مې د افغان میرمنو د مقام، کار، هڅو او چارو په اړه د دوی رښتیني نظرونه واورېدل.

خلیلزاد په ډاګه کړې: مونږ له بنسټیز نظره برخمن یو او غواړو، چې د سولې په تر سره کېدونکیو خبرو کې د ښځو غږ واوریدل شي او ټول اغېزمن خلک ( ښځې او نرینه ) او عالمان د یوې اغیزمنې او تلپاتې سولې په هڅولو کې برخه او ونډه واخلي.

تازه خبرونه

ایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول

د افغانستان یوه امنیتي چارواکي د شنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه کسان د افغانستان–ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

Published

on

سیمه‌ییزې سرچینې ویلي، چې درې افغان کډوال په هرات ولایت کې د سختې سړې هوا له کبله هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې غوښتل یې په ناقانونه بڼه ایران ته واوړي.

د افغانستان یوه امنیتي چارواکي د شنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه کسان د افغانستان–ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په همدې سیمه کې یو شپون هم د غرني کهسان په اړوند سیمه کې د سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: دغه کډوال د هغې ډلې برخه ول، چې د چارشنبې پر ورځ یې غوښتل ایران ته واوړي؛ خو د افغانستان سرحدي ځواکونو ودرول.

دغه راز زیاته شوې، چې د لټون عملیات هماغه شپه پیل شول او د قربانیانو جسدونه د پنجشنبې پر ورځ وموندل شول.

دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) نوې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې څخه د نومبر تر پای پورې له ۱.۸ میلیون زیات افغانان د ایراني چارواکو له‌خوا افغانستان ته شړل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی، چې دا پراخې ستنېدنې په سختو شرایطو کې د افغانستان پر محدودو سرچینو او خدماتو دروند فشار راوړي او د بیاځلي بې‌ځایه کېدو خطر زیاتوي، چې ایران او پاکستان ته د کډوالو بېرته تګ هم رانغاړي.

همدارنګه د بښنې نړیوالې ټولنې د نړۍ له هېوادونو غوښتي؛ افغانستان ته دې د افغانانو د جبري ستنولو بهیر ودروي او خبرداری یې ورکړی، چې ستنېدونکي « د جدي زیانونو له واقعي خطر» سره مخ دي.

افغانستان، چې په وروستیو میاشتو کې د دوه سترو زلزلو شاهد و او د اقلیمي بدلونونو له کبله هم سخت زیانمن شوی؛ له ګڼو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ او تر نړیوالو بندیزونو لاندې پاتې هېواد دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر

اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نهه‌ویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د نااړینو بندیزونو او فشارونو پر ځای دې له اسلامي امارت سره خپلې اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.

اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ملا برادر دا څرګندونې د شنبې پر ورځ( د لیندۍ نهه‌ویشتمه) په بلخ ولایت کې د یو سوداګریز بازار د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال وکړې.

برادر زیاته کړې، چې په سیمه کې یو سوکاله او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو پر زیان ندی، بلکې د نورو هېوادونو د سوکالۍ او په سوداګریزې پیاوړتیا کې مرسته کوي.

هغه وایي: “اسلامي امارت د سیمه‌ییزې او نړیوالې ملګرتیا په ډګر کې په پراخ سیمه‌ییز اقتصادي او سیاسي اصل باور لري؛ خو، چې د لویو ارزښتونو او بنسټیزو اصولو لپاره متقابل درناوی وي.”

هغه ټینګار کړی، چې له خصوصي سکټور سره د اسلامي امارت تعامل د لویو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې، چې د عامه او خصوصي مشارکت یا نورو قراردادونو پر بنسټ رامنځته شوي؛ دا روښانه پیغام لري، چې په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هرڅوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!