نړۍ
امریکا په سوریه کې د ایران له ملاتړه پر برخمنو تاسیساتو نوي بریدونه کړي
رویترز راپور ورکړی، چې امریکا د چارشنبې پر ورځ د سوریې په ختیځ کې د وسلو پر زیرمه یو بل برید هم ترسره کړی، چې د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو (IRGC) او اړوند سیمهییزو ډلو لخوا کارېده.
د اسرائیلو او حماس له جګړې راوروسته په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدودی؛ د روان کال د اکتوبر له ۷ راپدیخوا د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو په عراق او سوریه کې د امریکا او ائتلاف پر ځواکونو لږ تر لږه ۴۰ بریدونه کړي، چې په کې ۴۵ امریکایي ځواکونو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په منځني ختیځ کې له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا د امریکا د هوایي ځواک دا دوهیم هوايي برید دی.
په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دېره دي، چې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي، چې په ۲۰۱۴ ز. کال کې یې د دواړو هېوادونو ډېره برخه ونیوله؛ خو بیا مات شول.
د امریکا دفاع وزیر لوید آستین په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دا هوایي بریدونه د امریکا دوه اف ـ ۱۵ الوتکو د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د وروستیو بریدونو په ځواب کې تر سره شوي دي.
آستین دا هم ویلي، چې د امریکا پر سرتېرو بریدونه باید ودرول شي.
آستین زیاته کړې: که د امریکا پر ضد د ایران د نیابتي ډلو بریدونه روان وساتل شي؛ مونږ به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له نورو اړینو کړنو ډډه ونهکړو.
د امریکا یوه لوړپوړي پوځي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو پر شرط یې خبرې کولې ویلي؛ پوځ یې د دیرالزور په ولایت کې له څه وخت راپدیخوا د برید ځای څارلی او ډاډه دی، چې ملکي وګړیو ته یې مرګ و ژوبله نهده اړولې نهده.
یاد چارواکي زیاته کړې، چې اردو د شپې لخوا تاسیساتو ته نږدې یو څو کسان څارلي؛ که څه هم دوی باور نهلري، چې دا به ملکي وګړي وي. پهدې اړه څېړنه روانهده، چې وګوري څوک وژل شوي که نه.
په راپور کې راغلي، چې د اکتوبر پر ۲۶ د امریکایي ځواکونو پر دوه هغو تاسیساتو برید وکړ، چې د سپاه پاسدارانو او د هغې تر شا ډلو کارولې.
داسې اندېښنه هم مخ پر زياتېدو ده، چې د اسرائيلو او حماس شخړه ښايي منځني ختيځ ته وغزيږي او په بېلابېلو اډو کې امريکايي پوځيان تر برید لاندې راشي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا یوې MQ-9 څارګرې الوتکې یمن ته نږدې په سور سمندر کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو لهخوا وویشتل شوه.
چارواکو ویلي؛ ګومان کیږي، چې څارکره الوتکه د ویشتلو پر وخت په نړیوالو اوبو کې وه.
امریکا د اکتوبر پر اوومه د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو راپدیخوا له اسراېیلو څخه د ملاتړ لپاره سیمې ته جنګي بېړۍ او جنګي الوتکې استولي، چې په کې دوه الوتکې وړونکې بېړۍ هم ونډه لري، چې غواړي د ایران او ایراني ملاتړيو ډلو مخه ونیسي او سیمې ته د اضافه شویو سرتېرو شمېر هم زرګونه دی.
رویترز دا راپور هم ورکړی، چې د امریکا اردو د شکمنو ایران پلوه ډلو لهخوا د بریدونو په بهیر کې د منځني ختیځ ځواکونو د ساتنې لپاره نوي اقدامات کوي او د اړتیا په صورت کې د نظامي کورنیو د وتلو د شونتیاوې رامنځته کوي.
ویل کیږي، چې په دغو اقداماتو کې د امریکا د پوځي ګزمو زیاتېدا، د اډې تاسیساتو ته د لاسرسي محدودول او د څارګرو الوتکو پر مټ د استخباراتي معلوماتو راټولول او ځانګړي عملیات په پام کې نیول شوي دي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري5 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري2 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
نړۍ4 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ2 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
