تازه خبرونه
امنیت شورا له اسلامي امارت څخه پر ښځو د لګول شويو بندیزونه د لغو کېدل وغوښتل
دغې شورا په يوه پرېکړه ليک کې، چې پر ١٥ مثبتو رايو تصويب شو؛ د ښځو د ښوونې، روزنې او کار په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلیو بندیزونو د ژر تر ژره د لغوه کولو غوښتنه وکړه.
په دغه شورا کې د عربي متحده اماراتو استازې د ښځو د زدهکړې او کار په اړه محدودیت د ملګرو ملتو په تاریخ کې بې ساری اقدام وباله.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر کار او زدهکړو د بندیزونو په اړه پرېکړهلیک ته رای ورکړه او دغه پرېکړهلیک د امنیت شورا د غړیو پر ۱۵ مثبتو رایو تصویب شو.
په دغه پرېکړهليک کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه غوښتل شوي، چې د ښځو د تعليم او کار په ګډون د ښځو او نجونو پر وړاندې تحريم او بنديزونه ژر تر ژره لغوه کړي.
دغه پرېکړهليک، چې د عربي متحده اماراتو او جاپان لخوا وړاندې شوی؛ د عربي متحده اماراتو استازې د ملګرو ملتونو په تاريخ کې د ښځو پر کار بنديز د توهين وړ وباله.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو استازې لانا نصیبه وایي: نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار کولو د منع کولو په اړه د طالبانو پرېکړه غندي. دا د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بې ساري ده. مونږ نه یوازې دا، چې د ښځو پر کار بندیز پر کلکه غندو، بلکې د دې هېواد پر واکمنو هم غږ کوو؛ افغانستان باید ژر تر ژره دا پرېکړه لغو کړي او د افغان میرمنو او نجونو ټولو حقونو ته درناوی وکړي.
د جاپان استازي هم ویلي، د افغانستان د نویو واکمنو دغه بندیز بشري حقونه او بشري اصول کمزوري کوي.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي امیر ایشیکان ویلي: په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکیو خلکو ته د ژوند ژغورونکیو مرستو او لومړنیو خدماتو د چمتو کولو په شمول به دا پرېکړه، د نورو اساسي حقونو تر څنګ په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر عملیاتو منفي او سخت اغېز وکړي.
د روسیې استازې د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معناداره او خوندي ګډون غوښتنه کوي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د روسیې استازی واسیلي نیبنزیا وایي: مونږ د طالبانو له مشرانو څخه غواړو، چې ژر تر ژره خپله پرېکړه لغو کړي؛ مونږ د افغانستان په ټولو برخو کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنا لرونکي ګډون او خوندیتوب غوښتنې ته دوام ورکوو.
له بلې خوا، په نړیوالو دفترونو کې د ښځو د کار بندیز ۲۸ میلیون افغانانو لپاره، چې بنسټیزو او بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري؛ ستونزې ارمنځته کوي.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې باربرا وودوارد وایي: په دفترونو کې د ښځو د کار بندیز په دې هېواد کې د بشري ناورین د زیاتېدو لامل شوی او شاوخوا ۲۸ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري؛ نو مونږ د دوی پرېکړه غندو او له هغوی څخه غواړو، چې ژر تر ژره خپله پرېکړه بدله او د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک په اړه غبرګون ندی ښودلی؛ خو د اسلامي امارت ویاندویانو پر وار وار ویلي، چې اسلامي امارت د ښځو اسلامي حقونو درناوي ته ژمن دی او په دې اړه د بهرنیو د لاسوهنو مخالف دي.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
