تازه خبرونه
امیر خان متقي د چین د سینکیانګ ولایت د عمومي منشي له مرستیال سره وکتل
امیر خان متقي ویلي، چې د افغانستان د بهرنۍ تګلارې د اصولو په رڼا کې یې د چین د خلکو له جمهوریت سره د همکارۍ پر نورې پراختیا ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، د متقابل باور پر بنسټ د همکارۍ پراخولو او د افغانستان او سینکیانګ ولایت ترمنځ د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو فرصتونو د ارزونې او پراختیا په اړه خبرې وشوې.
امیر خان متقي ویلي، چې د افغانستان د بهرنۍ تګلارې د اصولو په رڼا کې یې د چین د خلکو له جمهوریت سره د همکارۍ پر نورې پراختیا ټینګار وکړ.
چینایي پلاوي د افغانستان د امنیتي وضعیت او د سیمهییزې نښلېدا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ ، چې ورسره د سینکیانګ او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ګډې پروژې او فرصتونه وارزوي.