سوداگري
اوبو ته د افغانستان د لاسرسي ترټولو اقتصادي او خوندي لار چابهار دی – ایرانی چارواکی
د ایران د آزادې سیمې ټولنې اجرائیوي مدیر محمد سعید اربابي له ایسنا سره په یوه مرکه کې زیاته کړې: “د چابهار آزاده سیمه له افغانستان سره په ملګرتیا کې د آسیا زړه او د شمالي افغانستان د وچې پورې تړلو هېوادونو ته د لاسرسي او دا ایرانی بندر د هند له اوبو سره د پولو لرونکو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه عمان، ختیځې افریقا، هند او سویل ختیځې آسیا ترمنځ د اړیکې غوره لار ده.”
د ایران د آزادې سیمې ټولنې اجرائیوي مدیر ویلي، چې چابهار افغانستان ته د ایران د نورو بندرونو او ګاونډ هېوادونو د لارو پر پرتله اوبو ته د لاسرسي ترټولو نږدې، اقتصادي او خوندي لار ده.
د ایران د آزادې سیمې ټولنې اجرائیوي مدیر محمد سعید اربابي له ایسنا سره په یوه مرکه کې زیاته کړې: “د چابهار آزاده سیمه له افغانستان سره په ملګرتیا کې د آسیا زړه او د شمالي افغانستان د وچې پورې تړلو هېوادونو ته د لاسرسي او دا ایرانی بندر د هند له اوبو سره د پولو لرونکو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه عمان، ختیځې افریقا، هند او سویل ختیځې آسیا ترمنځ د اړیکې غوره لار ده.”
د چابهار آزادې سیمې ټولنې اجرائیوي مدیر ویلي، چې د ژیوپولیټیک او ژیوسټراټیژیک لید له مخې ایران او افغانستان له ختیځ- لویدیځ او شمال- جنوب سره نښلونکي پلونه ګڼل کیږي او د سیمهییزو اړیکو د مفکورې له پیاوړتیا سره د دې سیمې اهمیت تر بل هر وخت ډیر څرګندیږي.
اربابي ويلي، چې دې مشترکاتو د ایران او افغانستان دواړه ملتونه سره نږدې کړي او په ایران کې د مهاجرینو او میلمنو په توګه د څو میلیونو افغانانو شتون هم د دې تعاملاتو او اړیکو ساحه پراخه کړې ده.
هغه وایي: “ایران درېیم هېواد و، چې په ۱۹۱۹ کال کې یې د افغانستان خپلواکي پر رسمیت وپېژندله او په ۱۹۲۱ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مینې او دوستۍ تړون لاسلیک شو او اوس شاوخوا یوه پېړۍ ترې تېره شوې ده.”
چابهار بندر، چې د ایران د جنوب ختیځ ساحل په اوږدو کې موقعیت لري؛ نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د افغانستان لپاره هم یوه مهمه سټراټیژیکه شتمني ده. د چابهار د احتمالي او سټراتیژیک موقعیت له په پام کې نیولو سره دا بندر د لاندې دلایلو لپاره خورا مهم دی:
د چابهار بندر، چې د عمان په خلیج کې موقعیت لري، د هند بحر ته مستقیمه سمندري لار ده. دا بندر د سوداګرۍ پراختیا لپاره خورا ارزښتناک دی؛ په ځانګړي توګه د افغانستان په څیر په وچه کې بند هېوادونه کولی شي د چابهار له لارې نړیوال بازارونو ته ګټور لاسرسی ولري.
افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان د کراچۍ پر بندر تکیه کړې ده. که چابهار یو بدیل انتخاب وي؛ دا کولی شي پر کراچۍ بندر د افغانستان تکیه راکمه کړي او د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو په وده او پراختیا کې بنسټیز رول ولوبوي.
چابهار بندر به هند، مرکزي آسیا او هاخوا نورو هېوادونو ته لاسرسی او اقتصادي تعامل آسانه کړي.
د یادونې ده، چې ایران اوسمهال په سیمه کې د افغانستان یو له سوداګریزو شریکانو څخه دی او لیدل کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د هرې ورځې پر تېریدو پیاوړې کیږي.