Connect with us

سیمه ییز خبرونه

اوس د افغانانو د وحدت وخت دی او مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي – سراج الدین حقاني

خپور شوی

د

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو په دوه‌یمه پلې لوا کې د سیمه‌ییزو چارواکو تر څنګ د پکتیکا د کتواز سیمې له یو شمېر قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره وکتل.

سراج الدین حقاني د کټواز مجاهدینو ته په خپلو یو شمېر سپارښتنو کې ویلي؛ منم، چې تاسې په جهاد کې سختۍ ګاللي دي. هغه مجاهدین، چې اوس یې د خدمت موقع نه‌ده تر لاسه کړې؛ له بې صبرۍ دې ځان وساتي؛ ځکه د افغانانو د وحدت وخت دی او مجاهدین باید فاصلې ختمې کړي او پر شرايطو برابرو کسانو ته د خدمت زمینه مساعده کړي.

د سراج الدین حقاني د څرګندونو له مخې؛ د هېواد له ازادۍ وروسته د ابادۍ هوډ پیاوړی دی او د خدای او ولس په مرسته به په‌دې هدف کې هم بري ته رسېږو.

نوموړي د نظام د پايښت لپاره د عالمانو او مسلکي کسانو لارښوونې او مشورې مهمې وبللې، چې له هره اړخه پر ځان بسیا او معتدل نظام ثابت شي.

هغه دا ډاډ هم وړاندې کړ، چې: خادم حاکم، د نظام مثبته استازولي کوي؛ ښه خدمت د نظام د نیک‌نامۍ او کامیابۍ سبب کېږي. همدارنګه د مغرورو او کمزورو مسوولانو ناکامي د نظام ناکامي انګېرل کېږي.

په دې ناسته کې د منصوري قول اردو دوه‌ییمې پلې لوا قومندان جنرال وثیق له حکومتي مسوولانو او ولسي وګړیو سره دغسې ليدنې مهمې او ارزښتناکې و بللې، چې د نظام د ثبات او پياوړتيا په برخه کې ځانګړی ځای لري. د خوښۍ ځای دی، چې د نظامي ځواکونو د مشرتابه له لوري اوس‌مهال د شپنيو عملياتو پر ځای، له ولس سره پر خواخوږۍ او نیک چلند ټينګار کېږي.

دغه راز د ګټواز سيمې يو تن قومي مشر ولد شاه دې ناستې ته په وينا کې څرګنده کړې: اسلامي امارت د افغان ولس ارمان و، چې د مجاهدينو پر سرښندنه راغی.

هغه د خپلې سیمې د خلکو همکاري یاده کړه او بیا یې ولسي ځينې ستونزې هم وړاندې کړې.

سیمه ییز خبرونه

واشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ ماده‌ییز پلان وړاندې کړ

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا د هغه جګړې د پای ته رسولو لپاره “خبرې اترې” کوي، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او په تاریخ کې یې د تېلو او انرژۍ د کمښته تر ټولو بد ټکان ورکړیدی.

Published

on

د راپورونو له مخې امریکا په منځني ختیځ کې د روانې جګړې همهاله تهران ته ۱۵ ماده‌ییزه طرحه لېږلې ده.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا د هغه جګړې د پای ته رسولو لپاره “خبرې اترې” کوي، چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او په تاریخ کې یې د تېلو او انرژۍ د کمښته تر ټولو بد ټکان ورکړیدی.

د چارشنبې پر ورځ( د وري پېنځمه ) داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکا د یوې میاشتې د اوربند په لټه کې دي او ایران ته یې د خبرو اترو لپاره ۱۵ ماده‌ییزه طرحه لېږلې ده. له دې سره د ونډو بازارونه لوړ شول، بیې راټیټې شوې او له فارس خلیج څخه د تېلو د صادراتو د بیا پیل لپاره هیلې راوټوکېدلې.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې امریکا په ایران کې له ” مناسبو خلکو” سره د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره خبرې کوي او زیاتوي، چې ایرانیان یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډېر لېواله دي.

د ایران د استازو جرګې رییس محمد باقر قالیباف د دوشنبې پر ورځ( د وري درېیمه ) دا ډول راپورونه “جعلي ” بللي او رد کړي دي.

نیویارک ټایمز د سېېشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې واشنګټن ایران ته په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ ماده‌ییزه طرحه لېږلی ده.

د اسرائیلو ۱۲ کانال هم د درې سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امریکا ۱۵ ماده‌ییزه طرحه د یوې میاشتې د اوږده اوربند په اړه د بحث لپاره لېږلې ده.

د اسرائیلو رسنیو ویلي، چې دا طرحه د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل، د لبنان د حزب الله په څېر له نیابتي ډلو ملاتړ پای ته رسول او د هرمز تنګي بیا پرانیستل رانغاړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول

اسرائیلو ويلي، چې دا مهمات په هوا کې پر کوچنیو ټوټو وېشل کیږي، چې مخنیوی یې ستونزمن دی. په دې شپنيو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

Published

on

ایران ویلي، چې د خپل لوړ پوړي امنیتي چارواکي علي لاریجاني د وژنې په غبرګون کې یې تل ابیب پر کلسټر توغندیو پر نښه کړی دی.

اسرائیلو ويلي، چې دا مهمات په هوا کې پر کوچنیو ټوټو وېشل کیږي، چې مخنیوی یې ستونزمن دی. په دې شپنيو بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

په اسرائیل کې د جګړې له پیل راپدېخوا د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.

دغه راز د ایران دننه، یو توغندی د بوشهر اټومي بټۍ ته نږدې راکښته شوی؛ خو چارواکو ویلي، چې زیان نلري.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې رییس رافیل ګروسي د اټومي حادثې د خطر د مخنیوي لپاره د زغم غوښتنه کړې ده.

امریکا او اسرائیل ویلي؛ وروستي بریدونه اټومي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي لپاره تر سره شوي، چې په کې یو شمېر لوړ پوړي ایراني چارواکي ووژل شول.

د ایران حکومت د هېواد د ملي امنیت عالي شورا د مشر لاریجاني وژنه تائید کړې ده.

دغه راز د راپورونو له مخې د لاریجاني زوی او د لاریجاني مرستیال علی‌رضا بیات هم د دوشنبې پر شپه په یوه برید کې ووژل شول.

رویټرز د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې د ایران نوي رهبر مجتبی خامنه‌یي د تاوتریخوالي کمولو یا اوربند لپاره هر ډول وړاندیز رد کړی او زیاتوي، چې «د سولې وخت اوس هم ندی راغلی.» هغه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړۍ غونډه کې ویلي، چې امریکا او اسرائیل باید خپله ماتې ومني؛ غرامت او تاوان ورکړي.

په سیمه کې د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد یوه اړینه لار ده؛ تړلې پاتې ده او دې کار د تېلو بیې لوړې کړې دي.

ویل کیږي، چې روانو نښتو د انفلاسیون او د تېلو د بیو له لوړېدا څخه نیولې ان د الوتنو د ګډوډیو او په نړۍ کې د خوراکي توکو د ناورین رامنځته کېدا پورې پراخې نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

اسرائیل د علي لاریجاني د وژلو او تهران پر خلیج هېوادونو د بریدیدونو څرګندونې کوي

رویټرز راپور ورکړی، چې کاټز په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې؛ پوځ خبر ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.

Published

on

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاټز د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو پوځ د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژلي او تهران پر خلیج هېوادونو بریدونه روان ساتلي، چې ورسره یې د انرژۍ بیې لوړې کړې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې کاټز په یوه خبرپانه کې څرګنده کړې؛ پوځ خبر ورکړی، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني وژل شوی دی.

د ایران دولتي رسنیو د امریکا په برید کې د وژل شویو ایراني بحري ځواکونو د جنازې مراسمو ته، چې د جنازې مراسم به یې د سې‌شنبې پر ورځ تر سره کیږي په نغوته کې د علي لاریجاني پر لاس لیکل شوی یادښت خپور کړی؛ تهران د کاټز د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

لاریجاني د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه د اسرائیلو او امریکا د هوايي بریدونو پر لومړۍ ورځ د ستر مذهبي رهبر ایت الله خامنه‌یي له وژل کېدا راپدېخوا تر ټولو لوړ پوړی کس و.

کاټز زیاته کړې، چې د ایران د بحري ځواکونو قومندان غلام رضا سلیماني هم وژل شوی دی.

بحري ځواکونه د سپاه پاسدارانو تر څارنې لاندې پوځي ځواک دی، چې ډېری وختونه په ایران کې د لاریونونو د ځپلو لپاره کارول کیږي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیلو مشر “د ایراني رژیم د لوړ پوړو چارواکو د له منځه وړلو” امر کړی دی.

د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې دریېمه اوونۍ روانه ده، چې لږترلږه ۲۰۰۰ کسان په کې وژل شوي او پای یې هم نه‌لیدل کیږي.

د هرمز تنګی په لویه کچه تړلی پاتې دی او د امریکا متحدینو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنې رد کړي، چې د دغو اړینو اوبو د لارې د بیا پرانیستلو لپاره مرسته وکړې ا و د نړۍ د ۲۰ سلنې تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد بهیر روان وساتي.

د سې شنبې پر ورځ د دواړو خواوو له‌خوا په بریدونو کې کوم کمښت ندی راغلی؛ ایران د شپې له‌خوا پر اسرائیلو توغندي وتوغول.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې دوی پر تهران د بریدونو په نوې څپه کې “د ایران رژیم ودانیز بنسټونه” پر نښه کړي او همدارنګه په بیروت کې د حزب الله ځالې ویشتل شوې دي.

اسرائیلو ویلي، چې له ایران سره د لږ تر لږه درې نورو اوونیو د جګړې لپاره پراخ پلانونه لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!