تازه خبرونه
اوس د نړۍ او افغانستان د نږدې کېدو وخت دی – امیرخان متقي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو ټولنې له نوې مشرې سره په کتنه کې ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه او افغانستان د یو بل پر شرایطو، لومړیتوبونو او غوښتنو پوه شي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ امیر خان متقي او روزا اوتونبایېوا پر سیاسي مسایلو، د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو او د افغانستان د بانکي ستونزو د حل پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې امیر خان متقي هیله من شوی، چې یوناما به د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته په ډاګه کړي؛ ځکه، چې ځینې رسنۍ د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي.
متقي د پوهنې مسئلې ته په نغوته کې ويلي، چې سلګونه زره هلکان او نجونې په ښوونځيو کې ښوونه او روزنه ترلاسه کوي.
دغه راز نوموړی ویلي؛ حکومت د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي؛ اخلاقي او ادارې فساد له منځه وړل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ملګرو ملتونو استازې، روزا اوتونبایوا وایي، چې یوناما د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ د پله کار کوي او دا به د افغانستان د بیارغونې په اړه خپل پیغامونه نړۍ ته وړاندې کړي.
هغې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم د مرستې ډاډ ورکړ.
هغه وایي: داسې مهم مسایل هم شته، چې دواړه خواوې باید ورته په ګډه کار وکړي.
دغه راز ویل کیږي، چې د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم د ملګرو ملتونو له نوې مشرې سره په ليدنه کې پر مهمو سياسي، اقتصادي او بشري مسايلو خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې روزا اوتونبایوا په داسې حال کې خپل ماموریت پیل کړی، چې اسلامي امارت د نړۍ د هیڅ هېواد لخوا پر رسمیت پېژندل شوی ندی او پر نوي حکومت نړیوال بندیزونه هم پخپل ځای دي.