تازه خبرونه

اوچا په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره ۱۸.۳ میلیون دالرو ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د چاودیدونکیو توکو د ککړتیا له کبله د لوړې کچې لرونکی هېواد دی.

د اوچا د څرګندونو له مخې؛ له څو لسيزو جګړو وروسته دا هېواد د چاودېدونکیو توکو او ماينونو د شنډولو په برخه کې له جدي ګواښونو او ننګونو سره مخ دى.

دغه بنسټ تویت کړی: د ۲۰۲۳ ز. کال د سروې له مخې؛ د چاودیدونکیو توکو د شنډولو، د ماین پاکۍ، د خطر زده‌کړې او د ژغورونکیو مرستې لپاره شاوخوا ۱۸.۳ میلیون دالرو ته اړتیا ده، چې له ۴.۹ میلیون اړو خلکو څخه باید له ۱.۴ میلیون زیانمنو سره مرسته وشي.

له دې مخکې د سره صليب نړيوالې کمیتې (ICRC) په افغانستان کې له جګړو او ماينونو څخه د پاتې شونو او ناچاودېدونکیو توکو له کبله د مرګ و ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه ښودلې وه.

آی سي آر سي ویلي، د ماینونو او ډول ډول ناچاودېدونکیو توکو شتون د افغانستان د وګړیو په ځانګړي توګه د دغه هېواد په کلیو کې تر ټولو لوی ګواښ دی.

اوچا په افغانستان کې له ۲۰۰۲ ز. کال وروسته د ماین پاکۍ پروګرام پیل کړ او هیله یې درلوده، چې تر ۲۰۱۰ کال پورې به له ماینونو او ناچاودېدونکیو توکو څخه یو پاک هېواد افغانانو ته وسپاري؛ خو د جګړو د دوام له کبله دا کار ونه‌شو.

Trending

Exit mobile version