تازه خبرونه

اړخونه باید خبرو ته غاړه کېدي او شخړه ودروي – ریچارډ بنیټ

بنیټ د سې‌شنبې پر ورځ(د لیندۍ څلورمه) پر افغانستان د پاکستان د بریدونو اړوند د یوناما له غبرګون ملاتړ کړی او څرګندوي: «پاکستان باید خبرو ته غاړه کېدي او د ستونزو د حل لپاره شخړه ودروي.»

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په ایکس پاڼه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په نغوته کې ویلي، چې نړیوال قانون ته درناوی او د ملکي‌ وګړو ساتنه اړینه ده.

بنیټ د سې‌شنبې پر ورځ(د لیندۍ څلورمه) پر افغانستان د پاکستان د بریدونو اړوند د یوناما له غبرګون ملاتړ کړی او څرګندوي: «پاکستان باید خبرو ته غاړه کېدي او د ستونزو د حل لپاره شخړه ودروي.»

نوموړي دا ټينګار هم کړی، چې د تاوتریخوالي پر ځای؛ د سولې خبرې د روانو ستونزو حل رامنځته کولی شي.

هغه دا وړاندیز هم کړی، چې په خبرو کې د ښځو ګډون ستونزې آسانولی شي.

اسلامي امارت د افغانستان پر درې ولایتونو د پاکستان د بریدونو په اړه وبلي، چې پاکستان په خوست، کونړ او پکتیکا کې پر ملکي کورونو بمبارډ کړې دی.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په خوست کې نهه ماشومان او یوه ښځه شهیدان شوي او په کونړ او پکتیکا کې څلور کسان ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، قربانیان ټول ملکي وګړي دي؛ اړوند کورونه ویجاړ او مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

 یوناما هم تېره ورځ تائید کړې وه: په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي؛ وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغانستان پر ختیځو ولایتونو بریدونه رد کړي دي.

Trending

Exit mobile version