Connect with us

تازه خبرونه

اکلیل احمد حکیمي د مالیې د وزیر په توگه خپل کارپیل کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-02-02-18h11m06s113

نن د ( سلواغې ۱۳) د مالیې وزیراکلیل احمد حکیمي رسماً خپل کار پیل کړ.

نوموړی وایي:

لومړی تر هر څه له ولسمشر او ولسي استازیو مننه کوم، چې ماته یې په مالیې وزارت کې د کارکولو واک راکړ.

ښاغلي حکیمي په ډاگه کړه،. چې قانون به د مالیې په وزارت کې پلی کیږي.

ده له خپلو همکارانو هیله وکړه، چې د قوم ، خپلوۍ او یا نورو نومونو چا ته د بدې گټې اخیستنې اجازه ور نه کړي.

ښاغلي حکمي د هر راز فساد په مخنیوي کې د گړنديکار ډاډ هم څرگند کړ.

اکلیل احمد حکیمي د ولسمشر د لومړي مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم او اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال له لوري خپل وزارت ته وروپېژندل شو.

ښاغلي اکلیل احمد حکیمي د یو ډاډمن او تل پاتي مالي سیاست د لرلو هیله په ډاگه کړه.

دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ د( سلواغې۱۲) د ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله له لوري اته وزیرانو او د ملي امنیت رییس خپلو وزارتونو ته د ډامن کار لوړه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي له دې وړاندې په امریکا کې د افغانستان لوی سفیر و.

Advertisement

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!