تازه خبرونه

ایران افغان کارګرانو ته د کاري ویزو د ورکولو لړۍ پیل کړې

د ایرنا خبري سرچینې د خبر له مخې؛ نوموړي د سې‌شنبې پر ورځ (د تلې نهه‌ویشتمه) د ایران د ” کارموندنې عالی شورا تخصصي کمیسیون” په دوه‌یمه غونډه کې ویلي، چې کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د دې ویزو صادرول د تلې له لومړۍ  پیل کړي دي.

Published

on

د ایران د کار وزارت د کارموندنې او کاري پراختیا وزارت مرستیال سید مالک حسیني ويلي، چې هېواد يې په ځانګړي توګه د افغانانو لپاره د کاري ویزو ورکول پیل کړي دي.

د ایرنا خبري سرچینې د خبر له مخې؛ نوموړي د سې‌شنبې پر ورځ (د تلې نهه‌ویشتمه) د ایران د ” کارموندنې عالی شورا تخصصي کمیسیون” په دوه‌یمه غونډه کې ویلي، چې کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د دې ویزو صادرول د تلې له لومړۍ  پیل کړي دي.

د کار وزارت مرستیال زیاته کړې؛ کارګومارونکي کولی شي د “بهرني وګړو د کارموندنې سیسټم” له لارې خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي.

هغه زیاته کړې، چې لومړیتوب د ایراني کارګرو او کارغوښتونکو لپاره دی؛ خو د ایراني کارګرانو په نشتوالي کې بهرنیو کارګرانو ته په لومړي کال کې د نهو میاشتو ویزه ورکول کیږي او د بهرني کار ځواک د فعالیت او د ایراني کارګرانو د کارکولو شرایطو پربنسټ د کار ورکوونکو پر غوښتنه د راتلونکي کال لپاره د ویزو د بیا صادرولو امکان شتون لري.

د ایران د کار وزارت مرستیال ویلي؛ له بهرنیو چارو وزارت سره د یوې هوکړې پر بنسټ په لومړي کال کې به ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکړ شي. اصلي هدف دا دی، چې “د غیرقانوني ننوتلو د مخنیوي لپاره به د بهرنیو وګړو له مجاز کاري ځواک څخه څارنه وشي.”

هغه ټینګار کړی: “مونږ به یوازې هغه وخت د بهرنیو کارګرانو کارولو ته اجازه ورکړو، چې د اړوند دندې لپاره ایران کاري ځواک شتون ونلري.”

له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا د دفتر عمومي رییس محمد رضا بهرامي د افغانستان د کډوالو چارو له وزیر سره په یوه غونډه کې ویلي وه، چې افغان وګړو ته به ۲۰۰ زره کاري ویزې ورکړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي چارو د شنونکو پر اند اسلامي امارت باید د ایران په ګډون د خلیج اوسیمې له هېوادونو سره د کاري و یزو له مخې د افغان کارګرو د لېږد لړۍ  پراخه  کړي، چې ورسره د افغانستان د بشري ځواک د قاچاق مخنیوي وشي.

Trending

Exit mobile version