نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
ډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو
عبدال السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډه کې، چې سلګونه پلویان یې د بریا نمانځلو لپاره ورغونډ شوي وه؛ وویل: «میشیګان، بریالي شو!»
د امریکا ټلوېزیوني شبکو د راپورونو له مخې، د ډیموکرات ګوند نوماند عبدال السید د میشیګان ایالت د سنا څوکۍ وګټله او خپل جمهوريغوښتونکی سیال او پخواني قانونجوړوونکي مایک راجرز ته یې ماتې ورکړه. له دې بریا سره نوموړی د امریکا په تاریخ کې د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو.
عبدال السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډه کې، چې سلګونه پلویان یې د بریا نمانځلو لپاره ورغونډ شوي وه؛ وویل: «میشیګان، بریالي شو!»
نوموړی، چې ۴۲ کلن دی؛ زیاته کړې:« ویاړم او د خوښۍ احساس کوم، چې د میشیګان ایالت د خلکو استازیتوب کوم.»
هغه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو کې له یوې ستونزې سره هم مخ شو؛ د ډیموکراټ ګوند د کانګرس غړې هیلي سټیونز په ګوندي ټاکنو کې له عبدال السید څخه ماتې خوړلې وه، د ټاکنو له ورځې لږ مخکې د هغه د سیال مایک راجرز ملاتړ اعلان کړ.
عبدال السید، چې پخوا د یوې روغتیايي ادارې چارواکي و؛ په خپل کمپاین کې د ټولو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو، په سیاست کې د پیسو د نفوذ کمولو او د ژوند د مخ پر لوړېدونکو لګښتونو د راټیټولو ژمنې کړې وې.
نوموړی د ډیموکراټ سناټور ګیري پیټرز ځای ناستی کېږي، چې له خپلې دندې تقاعد کوي. د امریکا ټلویزیونونو د ټاکنو د پایلو د اعلان پر مهال څرګنده کړه: هغه د راجرز پر پرتله نږدې شپږ سلنه ډېرې رایې ګټلې وې.
د هغه ټاکنیز کمپاین د میشیګان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. ان په هغو سیمو کې، چې په دودیز ډول د جمهوريپالو پلویان په کې ډېر دي. د کارګرانو اتحادیو، فعالانو او ځوانو رایورکوونکو هم د نوموړي ملاتړ کړی و.
جمهوريغوښتونکو د عبدال السید پر وړاندې سخت ټاکنیز کمپاین پیل کړی و او هغه یې توندلاری بللی و او پر هېوادپالنې یې شکونه راپورته کړي وه. نوموړی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر جيډي ونس لهخوا د اسلامضد بریدونو او د عربي نوم د ملنډو له کبله هم له نیوکو سره مخ شوی و.
عبدال السید د بریا په غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ته په خطاب کې وویل، چې د اساسي قانون له مخې هغه مکلف دی، چې په راتلونکي جنورۍ کې د ده د لوړې مراسم ترسره کړي.
د عبدال السید بریا په داسې مهال ده، چې ډیموکرات ګوند په څو نورو ټاکنیزو سیالیو کې هم ښه پایلې ترلاسه کړې دي. د نوموړي په ټاکنیز مرکز کې راټولو شویو پلویانو د خوښۍ پر څرګندولو نارې وهلې: «سونامي! سونامي!»
نړۍ
ډیموکراټان کانګرس ته بریالي شول؛ ټرمپ له سترې سیاسي ماتې سره مخ شو
د سېشنبې په ټاکنو کې ډیموکراټانو د هغو ایالتونو بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوريغوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي. هغوی په ټکزاس، جنوبي کارولاینا او کانزاز کې د سنا جرګې مهمې څوکۍ خپلې کړې؛ هغه ایالتونه، چې جمهوريپالو یې د څوکیو د ساتلو تمه لرله.
د امریکا ډیموکراټ ګوند د منځمهاله ټاکنو په پایلو کې د کانګرس د دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړ؛ دا پایله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د جمهوريغوښتونکو ګوند لپاره ستره سیاسي ماتې بلل شوې ده.
د سېشنبې په ټاکنو کې ډیموکراټانو د هغو ایالتونو بریاوې ترلاسه کړې، چې په دودیز ډول د جمهوريغوښتونکو پیاوړي مرکزونه ګڼل کېږي. هغوی په ټکزاس، جنوبي کارولاینا او کانزاز کې د سنا جرګې مهمې څوکۍ خپلې کړې؛ هغه ایالتونه، چې جمهوريپالو یې د څوکیو د ساتلو تمه لرله.
د دغو ټاکنو یوه مهمه پایله په ټکزاس کې د جیمز تالاریکو د سنا جرګې بریا وه. ډیموکراټانو له څه باندې ۳۰ کلونو راپدېخوا د دې ایالت په هیڅ ایالتي ټاکنو کې بریا نهوه ترلاسه کړې.
په جنوبي کارولاینا کې اني انډروز جمهوريغوښتونکی سناتور ډارلین ګراهام ته ماتې ورکړه او په مین ایالت کې ټرای جکسن د جمهوريغوښتونکې سناتورې سوزن کولینز څوکۍ وګټله.
ډیموکراټانو د استازو جرګې په ټاکنو کې هم د څو ایالتونو؛ آیوا، فلوریډا، پېنسلوانیا او ټکزاس د جمهوريغوښتونکو برلاسی له منځه یووړه او خپلې څوکۍ یې زیاتې کړې.
ټرمپ له دوه سختو کلونو سره مخ دی
د ټاکنو په پایلو کې د جمهوريغوښتونکو ماتې د ټرمپ لپاره ستر شاتګ بلل کېږي. هغه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو ورځو کې د خپلو پلویانو راټولولو او د جمهوريغوښتونکو نوماندانو ملاتړ ته ډېر وخت ځانګړی کړی و؛ خو د هغه پر شخصي ملاتړ سربېره یو شمېر نوماندانو ټاکنې وبایللې.
رای ورکوونکو داسې ښکاري، چې د ژوند د لګښتونو لوړېدا، اقتصادي نارضایتي، له ایران سره جګړې او په حکومت کې د اداري فساد په اړه اندېښنو ته د پام وړ رایه ورکړې ده.
ټرمپ هڅه وکړه، چې د ټاکنو پایلې کماهمیته وښيي.
هغه ویلي، چې نوموړی په ټاکنو کې نوماند نهو او د ماتې پړه یې د خپل مشرتابه پر ځای پر نوماندانو واچوله.
دغه راز د ډیموکراټ ګوند مشرانو دا بریا تاریخي سیاسي بدلون وباله او ژمنه یې وکړه، چې د حکومت پر کړنو به څارنه سخته کړي او د لوړپوړیو چارواکو په اړه به څېړنې پیل کړي.
د کانګرس د دواړو مجلسونو د اکثریت په ترلاسه کولو د ټرمپ د تقنیني پلانونو پر وړاندې لوی خنډ رامنځته شوی دی.
ډیموکراټانو همدارنګه ویلي، چې د حکومت د کړنو، د ولسمشر د شخصي ګټو او د لوړپوړیو چارواکو د چلند په اړه څېړنې به یې له لومړیتوبونو څخه وي.
د دغو ټاکنو پایله د ټرمپ د ولسمشرۍ په پېر کې له سترو سیاسي ماتو څخه یوه بلل کېږي، چې په واشنګټن کې یې د واک انډول بدل کړی او د راتلونکو دوه کلونو لپاره یې د سیاسي کړکېچونو زمینه برابره کړې ده.
نړۍ
امریکا د ایران پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه کړي
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه محدود ول او موخه یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران د توغندیو د ګواښونو مخنیوی و.
امریکايي چارواکو منلې، چې د دې هېواد ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د هرمز تنګي پر قشم ټاپو دفاعي بریدونه کړي دي.
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه بریدونه محدود ول او موخه یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د ایران د توغندیو د ګواښونو مخنیوی و.
هغوی ویلي، دغه بریدونه د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نهدي.
دغه راز د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا له دې مخکې په قشم ټاپو کې له څو چاودنو خبر ورکړی و.
د امریکا مرکزي قومندانۍ( سنتکام) تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په تېرو اوونیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
-
نړۍ4 days agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
-
نړۍ3 days agoټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
-
تازه خبرونه2 days agoایران د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې له جوړولو خبر ورکړ
-
تازه خبرونه2 days agoد امریکا ۶۶ سناتورانو د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دریاتیایم مقام خپل کړ
