تازه خبرونه
ایران د افغانستان په کاني سکټور کې د پانګونې ژمنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران سوداګرۍ خونې پلاوي د مسو، سرو زرو او اوسپنې په سکټورونو کې د پانګونې لپاره پخپله لېوالتیا ټینګار وکړ.
په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت الله بدري سره په لیدنه کې د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران سوداګرۍ خونې پلاوي د مسو، سرو زرو او اوسپنې په سکټورونو کې د پانګونې لپاره پخپله لېوالتیا ټینګار وکړ.
د ایران سوداګرۍ خونې مشر ژمنه کړې، چې هېواد یې د کانونو د اکتشاف، د اوسپنې ویلې کولو کارخونو رامنځته کولو، د مجهزو لابراتوارونو جوړولو او د افغان انجنیرانو د تخنیکي وړتیاوو لوړولو په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.
د کانونو وزیر هدایت الله بدري ټینګار کړی، چې په هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د راجلبولو لپاره مناسب شرایط برابر دي او له ټولو نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي.
د بدري د څرګندونو له مخې؛ د کانونو او پروسس ټول فعالیتونه باید د اسلامي امارت له پالیسیو او کورنیو اړتیاوو سره سم ترسره شي.
دا لیدنه د افغانستان د کانونو سکټور د پراختیا او د کابل او تهران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په هڅو کې د یو مهم ګام په توګه د پاملرنې وړ ده.