سیمه ییز خبرونه

ایران د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان پر ګډون له سیمه‌ییزې امنیتي غونډې خبر ورکړ

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

Published

on

 

ایران ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو پر ګډون به د سیمه‌ییز امنیت په اړه غونډه جوړه شي، چې په کې به د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشي.

د ایران ملي امنیت عالي شورا د منشي مرستیال علي باقري دولتي رسنۍ« آی‌آر‌آی‌بي» ته ویلي، چې د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو ادارې مشر ابراهیم کالین به له ایراني امنیتي چارواکو سره د خبرو لپاره تهران ته سفر وکړي.

د باقري د څرګندونو له مخې، د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي به هم په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

باقري ټینګار کړی، چې د تهران سټراټیژیک سیاست د سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې د امنیت ټینګښت او د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی دی.

که څه هم د ایران دولتي رسنیو د دې غونډې د جوړېدا کره نېټه نه‌ده اعلان کړې؛ خو رویټرز خبري آژانس د دوه باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه به د دوشنبې پر ورځ ترسره شي.

دا غونډه په داسې حال کې پلان شوې، چې ویل کیږي؛ د ایران پر ملاتړ د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي او د سیمې امنیتي وضعیت او د هېوادونو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي. که دا غونډه جوړه شي؛ نو د ایران او درې نورو هېوادونو ترمنځ به د سیمه‌ییزو امنیتي ننګونو په اړه د لوړپوړو خبرو زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version