تازه خبرونه

ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ

دا وړاندیز د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترمنځ په یوه لیدنه کې رامنځته شو او دواړو خواوو د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د یووالي او خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

په استانبول کې د سولې د دوه‌يم پړاو خبرو له ناکامۍ وروسته ایران د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

دا وړاندیز د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترمنځ په یوه لیدنه کې رامنځته شو او دواړو خواوو د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د یووالي او خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر د ګډو دښمنانو پر وړاندې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ د یووالي او ورورګلوۍ د پیاوړتیا پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي: “مونږ له پاکستان سره اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو او په جنوبي آسیا کې د سولې او همکارۍ لپاره کار کولو ته هم ژمن یوو.”

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران چمتووالی هم مثبت ارزولی او د سیمه‌ییز تاوتریخوالي په کمولو کې یې اغېزمن وباله.

په دې لیدنه کې د سیمه‌ییز امنیت مسلې، سرحدي همغږي او د دواړو هېوادونو د زیارت‌کوونکو د هوساینې په اړه خبرې وشوې او د پاکستان او ایران د پولې اړوند مسلې هم رایادې شوې.

د ایران کورنیو چارو وزارت مرستیال علي زینوند د وزیر محسن نقوي د راتګ پر مهال له هغه هرکلی وکړ او ټاکل شوې، چې له نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره د همکارۍ او ګډو امنیتي مسلو په اړه نورې خبرې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې د خبرو دوه‌یم پړاو د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر پر څلورمه بې پایلې پای ته ورسېد او پاکستانی پلاوي اسلام‌آباد ته روان شو.

Trending

Exit mobile version