تازه خبرونه
ایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.
د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روان اوبیز کال له پیل راپدېخوا تر اوسه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه له افغانستان څخه سیستان او بلوچستان ولایت ته رابهېدلې دي.
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له تر ټولو ډېر اورښت لرونکو پړاوونو څخه یو تجربه کوي؛ خو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د هغې هوکړې له مخې، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوې؛ ایران په عادي اوبیزو کلونو کې د ۸۵۰ میلیون مټرمکعبه اوبو د ترلاسه کولو حق لري.
فارس خبري آژانس زیاته کړې؛ د سیستان او بلوچستان اوبیزو زیرمو ته د ورغلو اوبو کچه د وري له دوهویشتمې څخه د غبرګولي تر نهمې پورې دوه برابره شوې ده.
د هلمند د حقآبې موضوع تل د کابل او تهران ترمنځ د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وه او ایراني چارواکو څو ځله له افغانستان څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په مقابل کې د اسلامي امارت چارواکو بیا-بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هوکړې پلي کولو او ایران ته د حقآبې ورکړې ته ژمن دی؛ خو د اوبو خوشې کول باید د اقلیمي شرایطو، وچکالۍ او شته اوبیزو سرچینو له وضعیت سره سم ترسره شي.