Connect with us

تازه خبرونه

ایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.

خپور شوی

د

د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د روان اوبیز کال له پیل راپدېخوا تر اوسه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه له افغانستان څخه سیستان او بلوچستان ولایت ته رابهېدلې دي.

د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ دغه کچه د هغو اوبو له نیمایي هم کمه ده، چې ایران یې د عادي اوبیزو کلونو پر مهال د خپلې حقابې په توګه ترلاسه کوي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې له تر ټولو ډېر اورښت لرونکو پړاوونو څخه یو تجربه کوي؛ خو د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د هغې هوکړې له مخې، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې لاسلیک شوې؛ ایران په عادي اوبیزو کلونو کې د ۸۵۰ میلیون مټرمکعبه اوبو د ترلاسه کولو حق لري.

فارس خبري آژانس زیاته کړې؛ د سیستان او بلوچستان اوبیزو زیرمو ته د ورغلو اوبو کچه د وري له دوه‌ویشتمې څخه د غبرګولي تر نهمې پورې دوه برابره شوې ده.

د هلمند د حق‌آبې موضوع تل د کابل او تهران ترمنځ د خبرو اترو له مهمو محورونو څخه وه او ایراني چارواکو څو ځله له افغانستان څخه د ترلاسه کېدونکو اوبو د کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په مقابل کې د اسلامي امارت چارواکو بیا-بیا ټینګار کړی، چې افغانستان د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د هوکړې پلي کولو او ایران ته د حق‌آبې ورکړې ته ژمن دی؛ خو د اوبو خوشې کول باید د اقلیمي شرایطو، وچکالۍ او شته اوبیزو سرچینو له وضعیت سره سم ترسره شي.

تازه خبرونه

افغان او ترکي استازو پر اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې

ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن(پنجشنبه، د وږي نولسمه) په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر سادین آیلدز سره په ترکیه کې د افغان کډوالو پر ستونزو، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له پانګونو ستاینه کړې او له نورو ترکي پانګوالو یې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به د پانګوالو لپاره ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د ډېرو آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

د ترکیې سفیر سادین آیلدز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتېدا خوښي څرګنده کړه او وایي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، روغتیا، زده‌کړو او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

نوموړي زیاته کړې، ترکیه به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د رښتیني انځور د وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

د ترکیې سفیر ویلي، افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې یې آسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي، چې په دې برخه کې نورې اآسانتیاوې هم برابرې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان زده‌کړیالانو د ایستلو لړۍ ودرول شي – د بشري حقونو د څار بنسټ

د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.

Published

on

د بشري حقونو د څار بنسټ د طب او غاښونو د څانګو د افغان ‌زده‌کړیالانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه پرېکړه ښايي لسګونه افغان ځوانان او نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړي.

د دې بنسټ د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت د طب او غاښونو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی، چې افغان زدهکړیالان له دغو مرکزونو وباسي او افغانستان ته د هغوی د ستنېدا زمینه برابره کړي.

راپور زیاتوي، د پاکستان د طب اړوند ښوونیزو مرکزونو د نویو افغان زده‌کړیالانو له منلو هم ډډه کړې ده.

د لاهور په کینګ اېډوارډ پوهنتون کې ۲۰ افغان زده‌کړیالان، چې څلور یې نجونې او اووه یې د وروستي کال دي؛ ورته ویل شوي، چې د وتلو د چارو د ترسره کولو لپاره دې په ۲۴ ساعتونو کې لاس پرکار شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ويلي: په لاهور کې شاوخوا ۱۰۰ افغان زده‌کړیالان، چې د طب او غاښونو په څانګو کې زده‌کړې کوي؛ ښايي د دې پرېکړې له کبله اغېزمن شي، چې د ۲۰ او ۴۰ ترمنځ یې نجونې او ښځې دي.

ځینې زده‌کړیالانو د ایستلو له وېرې د پاکستان د بشري حقونو له کمیسیون څخه د مرستې غوښتنه کړې، چې خوندي سرپناه او حقوقي مرستې هم رانغاړي.

د بشري حقونو د څار بنسټ ويلي؛ پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې اړ دی، چې ټولو وګړو ته له هر ډول توپیر پرته د لوړو زده‌کړو برابر فرصتونه برابر کړي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، په دې برخه کې بهرني وګړي هم شامل باید له دې حق څخه بې‌برخې نه‌شي.

دې بنسټ ویلي:« یوازې د افغان‌توب له کبله د زده‌کړیالانو ایستل له دې حقونو سره په ټکر کې دي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ زیاته کړې؛ پاکستان په وروستیو کلونو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او سلګونه زره افغانان یې نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کسانو کې داسې کسان هم دي، چې لسګونه کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې

د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمه‌ییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.

Published

on

د هرات سیمه‌ییز مسوولانو ويلي، په تېرو پنځو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو اقتصادي، تولیدي، خدماتي او بېخبنايي برخو کې نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه جذب شوې ده.

د هرات ولایت مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي ويلي؛ سیمه‌ییزې ادارې هڅه کړې، چې د کورنیو او بهرنیو پانګونو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او د لویو اقتصادي پروژو د پلي کېدا زمینه برابره کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هرات د سمنټو، لمریزې او بادي برښنا، ښاري ماسټر پلان، ټاپي او یو شمېر نورو لویو پروژو چارې پیل او ځینې یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.

سعیدي زیاته کړې؛ د هرات په سویل کې د نړیوال ټرمینل، د پل هاشمي سب‌سټېشن او د یو شمېر ښاري او بین‌الولایتي سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې هم روانې دي.

د هرات سیمه‌ییزو مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ د پانګونې د جذب، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اقتصادي بېخبناوو د پراختیا لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول یې اړین لومړیتوبونه دي.

هرات د ایران او ترکمنستان له پولو سره د نږدېوالي او د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو پر سر د موقعیت له کبله د افغانستان له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه ګڼل کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!