تازه خبرونه

بریتانیا د افغان ماشومانو د پالنې لپاره ۲۸ میلیون دالر مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۱)

یونیسیف ویلي، چې بریتانې په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د دوه میلیارد دالرو بشري مرستې پرغوښتنې سربېره ۲۴ میلیون پونډه اضافي مرسته هم کړې ده.

یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ويلي؛ دا پیسې به د څه باندې یو میلیون او شپږ سوه زره هغو کسانو لپاره ولګول شي، چې په افغانستان کې له بشري ناورین څخه اغېزمن شوي دي.

تمه ده، چې د دې پیسو یوه برخه پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پر درملنه، د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره ولګول شي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، دغه پیسې کولی شي، چې یو اعشاریه ۳ سلنه افغان ماشومان تر پوښښ لاندې راولي.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي: له دې بودجې سره به یونیسف وکولی شي، چې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۷۰۰ زره ماشومانو وضعیت ښه کړي، څه باندې ۳۵۰ زره کسانو ته روغتیايي پوهاوی او د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او همدارنګه ۵۰۰ زره کسانو ته د کلیدي حفاظتي خدماتو، د رواني سلامتیا د ملاتړ او د ناچاوده مهماتو په اړه د هغوی پوهاوی لوړ کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې له دغه پیسو څخه ۱۸ زره اومیدواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې ښځې هم ګټه واخلي.

یونیسف ویلي؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ماشومان په کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي او له بېلابېلو بریدونو سره مخ شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي محمد اګ ایویا ویلي: اصلي عوامل یې وچکالي، خوارځواکي، د ناروغیو پراخوالی، د جګړې زیانونه، کمزوری اقتصاد او کمزوري خدمات د ماشومانو او ښځو ستونزې سختوي.

محمد اګ ایویا له افغانستان سره د بریتانیې له تازه مرستې مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه پیسې به هغو خلکو ته دا امکانات برابر کړي، چې په دغه هېواد کې د نجونو، هلکانو او ښځو بېړنیو اړتیاوو ته لاسرسی ولري.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې وه، چې له بېړني ملاتړ پرته نشي کولی دغه ماشومانو ته لاسرسی ومومي.

یونیسف په ډاګه کړې، چې غواړي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۱۲ اعشاریه ۹ میلیون اړمنو ماشومانو ته لاسرسی رامنځته کړي؛ خو له بېړني ملاتړ پرته یادو ماشومانو ته لاسرسی هم ستونزمن دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې له افغان ماشومانو او کورنیو لپاره د دوه میلیارد دالرو غوښتنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version