تازه خبرونه
بلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.
د بلجیم چارواکو له اسلامي امارت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي، چې په اروپا کې اوسیږي؛ خو قانوني اسناد نلري او یا هم جرمي مخینه لري.
د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.
د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، آنلین ون بوسویت د دې هېواد د یاد پلاوي په ترکیب کې ګډون تائید کړی دی.
نوموړې ویلي، دا ماموریت د اداري او تخنیکي همکاریو پر بیا پیل تمرکز درلود. په ځانګړي توګه د هغو کسانو د پېژندنې په برخه کې، چې د داوطلبانه یا اجباري بېرته ستنولو وړ دي او په کې بې اسناده افغانانو او جرمي مخینې لرونکو کسانو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.
ون بوسویت ټینګار کړی، چې بلجیم له اسلامي امارت سره ګډ ارزښتونه نلري؛ خو اداري همکاري ورسره اړینه بولي. هغې دا ډاډ هم ورکړی: ښځې، ماشومان او نور هغه افغانان، چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي؛ پر زور به خپل هېواد ته ونه استول شي.
اوسمهال له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان وګړي د بلجیم په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې ژوند کوي.
تازه خبرونه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د یو این ډي پي رییس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ
عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر عبداللطیف منصور نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د یو این ډي پي (UNDP) له رییس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره ولیدل.
عبداللطیف منصور په ایکس پاڼه کې لیکلي: د لیدنې پر مهال د یو این ډي پي رییس سټیفن روډریکس په افغانستان کې د یو این ډي پي د پروژو او فعالیتونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر ته معلومات ورکړل.
سټیفن ویلي؛ دوی د افغانستان د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ پروژې طرحه کوي، چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې؛ دوی به کوښښ وکړي، چې له یاد وزارت سره همغږي زیاته او د همکاریو له لارې نور هم د پروژو په زیاتوالي کې کوښښ وکړي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د یو این ډي پي (UNDP) رییس سټیفن او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ستاسې د دوامدارو مرستو قدرداني کوي.
عبداللطیف منصور ټینګار کړی؛ پروژې باید په هغو لرې پرتو سیمو کې پلي شي، چې اړتیا ورته لیدل کیږي او ژمنه يې وکړه، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه تل له تاسې سره همکار دی.
ویل کیږي، چې د دواړو لوریو ترمنځ پر نورې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.
تازه خبرونه
ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
ټرمپ له هغې وروسته، چې وویل اروپايي سرتېري د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وه؛ په بریټانیا او ټوله اروپا کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې وروسته، چې د افغانستان په اړه د ناټو د سرتېرو په تړاو د هغه څرګندونې د بریټانیا د لومړي وزیر کییر سټارمر له لوري «سپکاوي کوونکې او وېرونکې» وبلل شوې؛ د بریټانوي سرتېرو رول وستایه او هغوی یې زړور جنګیالي وبلل.
ټرمپ له هغې وروسته، چې وویل اروپايي سرتېري د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وه؛ په بریټانیا او ټوله اروپا کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
نوموړي د شنبې پر ورځ په «ټروټ » پانه کې ولیکل: « د بریټانیا عالي او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا ترڅنګ ولاړ وي! په افغانستان کې یې ۴۵۷ کسان ووژل شول، ډېر نور سخت ټپیان شول او هغوی له سترو جنګیالي څخه ول، چې هیڅکله ماتېدلی نشي.»
د ټرمپ لومړنیو څرګندونو د سټارمر غیرمعمولي غبرګون راوپاراوه؛ هغه، چې عموماً هڅه کوي په عام محضر کې پر ټرمپ له مستقیمې نیوکې ډډه وکړي.
د بریټانیا د لومړي وزیر دفتر په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه او څرګندوي، چې هغه د شنبې پر ورځ له ټرمپ سره پدې موضوع خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي: « لومړي وزیر له هغو زړورو او اتلو بریټانوي او امریکايي سرتېرو ستاینه وکړه، چې په افغانستان کې یې اوږه پر اوږه جګړه کړې او ډېری یې هېڅکله بېرته خپلو کورونو ته راستانه نهشول. مونږ باید د هغوی قربانۍ هیڅکله هېرې نهکړو.»
ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ له فاکس بزنس سره په مرکه کې ویلي وه، چې امریکا هیڅکله ناټو ته اړتیا نلرله او زیاته کړې یې وه، چې د ناټو سرتېري د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وه.
تازه خبرونه
کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له راغلي پلاوي سره وکتل
د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیالې میرمن روزمري ديکارلو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
د کورنيو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.
د کورنيو چارو وزير زیاته کړې؛ د نشهیي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي، چې له کبله یې مثبتې پایلې لرلې دي.
همدارنګه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوې؛ متقابل درناوی او واقعي همکاري کولی شي، چې د باور فضا نوره هم پیاوړې کړي.
د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې له پرمختګونو ستاینه وکړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ.
ویل کیږي، چې د ملګروملتونو پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو د ټینګار تر څنګ ویلي؛ د ملګرو ملتونو ټولنې پر نوښت د افغانستان په اړه د دوحې ناستو د درېيم پړاو کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د کابل پر کوربتوب ترسره کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoله ۱۹ ورځو وروسته د پاکستان واردېدونکي درمل نور نه محصولیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پر ایران ځانګړې ناسته کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد واورې او توپان له کبله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې وتړل شوې
-
تحول5 days agoتحول: په کابل کې د افغان او چینایانو پر ګډ رسټورانټ برید
-
سوداگري4 days agoبنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو ته لېوالتیا وښوده
-
تازه خبرونه4 days agoمونږ باید د نظام د پیاوړتیا او خلکو ته د خدمت مسوول وو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه کراچۍ کې د سوداګریز مارکیټ د اورلګېدنې د قربانیانو شمېر نږدې ۵۰ ته ورسېد
-
څار5 days agoڅار: له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د پاکستان هڅې
