تازه خبرونه
بلجیم له اسلامي امارت سره د مجرمو افغانانو پر بېرته ستنېدا خبرې کوي
د جمعې پر ورځ د تلې پر یوولسمه انلین ون بوسویټ له (ويآرټي نیوز) سره په یوه مرکه کې دا اقدام یوازې تخنیکي همکاري وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دا د اسلامي امارت د ملاتړ پر معنا ندی.
د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې انلین ون بوسویټ پډاګه کړې؛ غواړي، چې له اسلامي امارت سره په بلجیم کې د مجرمو پېژندل شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنېدا په اړه سره خبرې وکړي.
د جمعې پر ورځ د تلې پر یوولسمه انلین ون بوسویټ له (ويآرټي نیوز) سره په یوه مرکه کې دا اقدام یوازې تخنیکي همکاري وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دا د اسلامي امارت د ملاتړ پر معنا ندی.
ون بوسویټ ویلي، چې په بلجیم ټولنه کې د ځینو افغانانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د هغې هدف د دې اشخاصو پېژندل او بېرته ستنول دي.
هغې زیاته کړې، چې د مهاجرت په چارو کې یې له اروپایي کمیشنر سره لیدلي او هڅه کوي، چې د اروپایي اتحادیې پر کچه د افغانانو د بېرته ستنېدا همغږي وکړي او له نورو هېوادونو څخه ملاتړ ترلاسه کړي.
د بلجیم د وزیر دفتر ټینګار کړی؛ افغانان یو له هغو ملیتونو څخه دي، چې تر ټولو ډېرو یې د پناه غوښتنه کړې؛ خو له نیمایي لږ پر مهاجرت بریالي شوي دي. د دوی بېرته ستنېدا اوسمهال له اسلامي امارت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د نشتوالي له کبله ناشونې ده.
په هر حال یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د بلجیم ادارو لخوا پر بېلابېلو جرمونو تورن شوي، چې هېواد یې غواړي دوی بېرته راستانه کړي.
ویل کیږي، چې د بلجیم د پناه غوښتنې او مهاجرت وزیره به د میونخ د مهاجرت په یوه نارسمي غونډه کې، چې د ګڼشمېر اروپایي هېوادونه یې برخوال دي؛ د بېاسنادو افغانانو او مجرمینو د بېرته ستنېدا مسله راپورته کړې.