سیمه ییز خبرونه
بلخ كې د اختطافگرو دوې ډلې نيول شوې دي
دا ډلې په دهدادي ولسوالۍ كې د دوو ماشومانو تر اختطاف ۲۷ ساعته وروسته نيول شوي دي. پوليسو په نوموړې ولسوالۍ كې ترځانگړو عملياتو وروسته پنځه اختطافگر نيولي او دواړه تښتول شوي ماشومان يې را خوشې كړي دي .
په لومړۍ پېښه كې يو ۱۲ كلن ماشوم له ښاره تښتول شوى او په دوهمه پېښه كې يو ا تلس كلن هلك د خپل ټولگي وال له خوا تر مسمومولو وروسته اختطاف شوى و.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق وايي:
پوليسو په دهدادي ولسوالۍ كې په ځانگړو عملياتو كې لدې پېښو سره د تړاو په شك پنځه تنه نيولي او دواړه اختطاف شوي ماشومان يې ژغورلي دي .
په همدې وخت كې د ۱۲ كلن جمال الدين پلار وايي، د خپل زوى په ژغورل كېدو او د پوليسو په دې وړتيا خوښ دى.
ويل كېږي په بلخ كې له اختطافگرو سره د پوليسو تر جدي چلند وروسته د اختطاف پېښې د پام وړ را كمې شوې دي.
پوليس وايي، له نيول شويو كسانو څخه څېړنې روانې دي .