Connect with us

تازه خبرونه

بندیزونه د حل لاره نه‌‌ده او پر بشري هڅو منفي اغېز کوي – عبدالسلام حنفي

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوراک نړیوال پروګرام له مرستیال سره په کتنه کې وویل، بندیزونه د حل لاره نهده او پر بشري فعالیتونو به منفي اغېز وکړي.

د اسلامي امارت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون (دوشنبه د غبرګولي ۲۲ ) د خوراک  نړیوال پروګرام له مرستیال کارل سکاو او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې اداري مرستیال د افغانستان له اړو او بې‌وزله خلکو سره د خوراک نړیوال پروګرام له مرستو مننه وکړه او د دغو مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی؛ جګړه او ناامني نشته. اسلامي امارت پخپل زړه راکښونکي پرېکړه لیک بښنه اعلان کړه، د نشه‌يي توکو پر کارولو، کرنېاو او قاچاق یې بندیز ولګاوه، د روږدو کسانو درملنه یې وکړه او له بېلابېلو ځایونو څخه یې سوالګر راټول کړل، خو سره له دې بیا هم د نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو مرستې پوره نه‌دي او باید زیاتې شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د افغانستان په ادارو کې اداري فساد او کاغذ ځغلونه له منځه تللي دي.

هغه وايي، بندیزونه د حل لار نه‌ده او ان پر بشري هڅو هم منفي اغېز کوي؛ نو نړیواله ټولنه باید له اسلامي امارت سره د تعامل او خبرو اترو لار خپله کړي.

مولوي حنفي دغه راز زياته کړې: نړيواله ټولنه بايد هېره نه‌کړي، چې افغانستان د تېرې نيمې پېړۍ د جګړو، ګډوډۍ او وروستيو وچکاليو له کبله زيانمن شوى او د پراختيايي پروژو له پلي کېدو څخه بايد ملاتړ روان وساتي.

د خوراک نړیوال پروګرام مرستیال کارل سکاو ویلي، دغه پروګرام له ۶۰ کلونو راپدیخوا په افغانستان کې د خواړو خوندیتوب، خوراک، بشري مرستو او پراختیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي. زمونږ موخه دا ده، چې د افغانستان خلکو ته د نړیوالو زیاتې مرستې راجلب کړو.

هغه په ډاګه کړې: په تېر کې اداري فساد يوه لويه ستونزه وه، چې له نېکه‌مرغه له منځه تللې، نشه‌يي توکي کم شوي او په ټوليز ډول په افغانستان کې امنيت ټينګ شوى دى.

د خوراک نړیوال پروګرام مرستیال هم زیاته کړې، چې د افغانستان خلک په رښتیا هم د جګړو او د اقلیم د بدلون له کبله زیانمن شوي؛ نو مونږ هڅه کوو، چې د افغانستان بېوزله خلکو ته لا زیاتې بشري مرستې ورسوو.

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

Published

on

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلام‌آباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بې‌ځایه شوي دي.

دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.

دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.

همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.

د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بې‌پروايي او بې‌تفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!