لوبی

بنګله دېش د آسیا جام په زړه‌راکښونکې لوبه کې افغانستان ماتې منلو ته اړ کړ

د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې د تنزید حسن پر ۵۲ چټکو منډو لوبډلې ته ساه ورکړه؛ خو د خپلو ۵ لوبغاړو پر زیان یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

Published

on

افغانستان د سېشنبې پر شپه د آسیا جام د یوې مهمې لوبې ګټلو ته نږدې شو؛ خو د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې پر مهال پاتې راغی او د ۸ منډو پر توپیر یې ماتې ومنله.  

د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې د تنزید حسن پر ۵۲ چټکو منډو لوبډلې ته ساه ورکړه؛ خو د خپلو ۵ لوبغاړو پر زیان یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې د فضل الحق فاروقي او راشد خان توپ‌اچونه زړه‌راکښونکې وه.

دغه راز د رحمان الله ګربز ۳۵ او د عظمت الله عمرزي ۳۰ چټکو منډو د افغان لوبډلې هیلې راژوندی کړې.

راشد خان د لوبې په وروستیو کې پر ۲۰ منډو سیالان تر فشار لاندې راوستل؛ خو پر ۱۴۶ منډو ټوله لوبډله وسوځېده.

له درې لوبو څخه پر دوه نمرو افغانستان اوس د سریلانکا پر وړاندې په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې د بریا لپاره له اړین حالت سره مخ شوی.

بل پړاو ته د لار موندنې لپاره نه یوازې پدې پایلې ټینګار د اړتیا وړ دی، بلکې د ځانګړو منډو وړتیا ته هم اړتیا ده.

له دې ماتې سره – سره افغانستان په لوبه کې پاتې دی؛ خو د سیالۍ د هیلو ژوندۍ ساتلو لپاره به د خپلو هڅو هر اړخیزې نندارې ته اړتیا ولري.

Trending

Exit mobile version