Connect with us

لوبی

بنګله دېش د آسیا جام په زړه‌راکښونکې لوبه کې افغانستان ماتې منلو ته اړ کړ

د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې د تنزید حسن پر ۵۲ چټکو منډو لوبډلې ته ساه ورکړه؛ خو د خپلو ۵ لوبغاړو پر زیان یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

خپور شوی

د

افغانستان د سېشنبې پر شپه د آسیا جام د یوې مهمې لوبې ګټلو ته نږدې شو؛ خو د ابوظبي په شیخ زاید لوبغالي کې د بنګله دېش پر وړاندې د لوبې پر مهال پاتې راغی او د ۸ منډو پر توپیر یې ماتې ومنله.  

د بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې د تنزید حسن پر ۵۲ چټکو منډو لوبډلې ته ساه ورکړه؛ خو د خپلو ۵ لوبغاړو پر زیان یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبه کې د فضل الحق فاروقي او راشد خان توپ‌اچونه زړه‌راکښونکې وه.

دغه راز د رحمان الله ګربز ۳۵ او د عظمت الله عمرزي ۳۰ چټکو منډو د افغان لوبډلې هیلې راژوندی کړې.

راشد خان د لوبې په وروستیو کې پر ۲۰ منډو سیالان تر فشار لاندې راوستل؛ خو پر ۱۴۶ منډو ټوله لوبډله وسوځېده.

له درې لوبو څخه پر دوه نمرو افغانستان اوس د سریلانکا پر وړاندې په خپله وروستۍ ګروپي لوبه کې د بریا لپاره له اړین حالت سره مخ شوی.

بل پړاو ته د لار موندنې لپاره نه یوازې پدې پایلې ټینګار د اړتیا وړ دی، بلکې د ځانګړو منډو وړتیا ته هم اړتیا ده.

له دې ماتې سره – سره افغانستان په لوبه کې پاتې دی؛ خو د سیالۍ د هیلو ژوندۍ ساتلو لپاره به د خپلو هڅو هر اړخیزې نندارې ته اړتیا ولري.

لوبی

د کابل غوره لیګ له پیل مخکې د ایوبي کرکټ لوبغالي چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی

کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.

Published

on

د کابل په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د کابل غوره لیګ د څلورم پړاو له پیل مخکې د چمتووالي چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي. ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ د شنبې پر ورځ( د زمري اووه‌لسمه / د اګست اتمه) پیل شي.

د لوبغالي کارکوونکي د لوبغالي د وروستي چمتووالي پر چارو بوخت دي او ډېره پاملرنه د لوبغالي د ډګر کیفیت ښه کولو ته اوښتې ده.

د چمتووالي مسوولانو ویلي؛ سږکال به سیالۍ په داسې لوبغالي کې ترسره شي، چې ټولې آسانتیاوې او معیارونه ولري.

د دوی د څرګندونو له مخې، سږنی چمتووالی به لوبغاړو او مینوالو ته ښه او خوندوره تجربه برابره کړي.

کابل غوره لیګ د افغانستان له مهمو کورنیو شل آوریزو سیالیو څخه شمېرل کېږي او د هېواد مخکښو او ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د ښودلو مناسب فرصت برابروي.

سږکال به شپږ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي:

د شمشاد عقابان

د پامیر ستوري

د کابل زلمي

د سپین غر اتلان

د آباسین ساتونکي

بند امیر

د سیالیو لومړۍ لوبه به د اګست پر اتمه په ایوبي کرکټ لوبغالي کې د پامیر ستوري او شمشاد عقابان ترمنځ ترسره شي.

کابل غوره لیګ د افغانستان د کورني کرکټ مهمه برخه ګرځېدلې او د هېواد کرکټ د ودې ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته دا زمینه برابروي، چې د ملي لوبډلې غوراوي کمیټې ته خپلې وړتیاوې وښيي.

د دغو سیالیو ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه د آریانا راډیو ټلوېزیون له لارې خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او ایرلینډ د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ دوه ورځې وروسته پیلېږي

افغان لوبډله له څو ورځو راپدېخوا د انګلستان په برمنګهم ښار کې روزنیزې هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د لومړۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې به ایرلینډ ته سفر وکړي.

Published

on

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پېنځه یو ورځنۍ نړیوالو سیالیو(اوډي‌ای) لړۍ ته یوازې دوه ورځې پاتې دي او افغان لوبډله د دغو سیالیو لپاره وروستی چمتووالي بشپړوي.

افغان لوبډله له څو ورځو راپدېخوا د انګلستان په برمنګهم ښار کې روزنیزې هڅې کوي او ټاکل شوې، چې د لومړۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې به ایرلینډ ته سفر وکړي.

د چمتووالي پر مهال د توپ‌وهنې، توپ‌اچونې او ډګر ساتنې بېلابېلو برخو ته پام شوی، چې لوبغاړي د ایرلینډ له شرایطو سره ښه بلد شي.

دا لړۍ د افغانستان لپاره نړیوالو سیالیو ته بېرته راستنېدل دي او د ۵۰ آوریزو لوبو په بڼه کې د لوبډلې لپاره یوه مهمه آزموینه بلل کېږي.

دغه راز ایرلینډ له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ډګر ته راګرځي. د دې لوبډلې مشري به پاول سټرلینګ کوي.

د افغانستان لوبډلې مشري به حشمت‌الله شهیدي کوي او په لوبډله کې رحمان‌الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، محمد نبي، راشد خان او عظمت‌الله عمرزی هم برخه لري. دا لړۍ ځوانو لوبغاړو ته هم د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابروي.

د لړۍ لومړنۍ دوه سیالۍ به په بریډي کرکټ لوبغالي او وروستۍ درې سیالۍ به د بلفاسټ سټورمونټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان او ایرلینډ په وروستیو کلونو کې تل سیالې او زړه‌راکښونکې لوبې کړې دي او تمه کېږي، چې دا پېنځه لوبیزه لړۍ به هم له سیالۍ ډکه وي.

د سیالیو مهالوېش:

د اګست پېنځمه: لومړۍ یو ورځنۍ سیالي – بریډي

د اګست اوومه: دوه‌یمه یو ورځنۍ سیالي – بریډي

د اګست لسمه: درېیمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ

د اګست دولسمه: څلورمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ

د اګست پېنځلسمه: پېنځمه یو ورځنۍ سیالي – بلفاسټ

ټولې پېنځه سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه یوازې د آریانا ټلویزیون له لارې خپرې شي.

#آریانانیوز #ایرلینډ #کرکټ #یوورځنۍ‌سیالۍ #اوډي #حشمت‌الله‌شهیدي #آریاناټلویزیون #افغانستان

Continue Reading

لوبی

د آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچه‌اچونه د اګست پر اته‌لسمه ترسره کیږي

په دغو سیالیو کې د آسیا غوره لیګ (ACL Elite)د آسیا اتلانو دوه‌یم لی (ACL Two) او د آسیا چلنج لیګ(ACGL)  شامل دي.

Published

on

د آسیا فوټبال کنفډراسیون (AFC) د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو د خپلو درې کلبونو سیالیو د ګډونوالو لوبډلو نوملړ خپور کړی دی. د دغه نوملړ له مخې، د ۳۸ غړو فډراسیونونو ۹۳ لوبډلې به په دغو سیالیو کې برخه واخلي، چې دا د دغو سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

په دغو سیالیو کې د آسیا غوره لیګ (ACL Elite)د آسیا اتلانو دوه‌یم لی (ACL Two) او د آسیا چلنج لیګ(ACGL)  شامل دي.

د آسیا غوره لیګ او آسیا چلنج لیګ د غوراوي پړاو سیالۍ به د زمري پر  شلمه / د اګست پر یوولسمه پیل شي او د آسیا اتلانو دوخ‌یم لیګ غوراوي پړاو لوبې به یوه ورځ وروسته د زمري پر یوویشتمه / د اګست پر دولسمه ترسره شي.

د آریانا راډیو ټلوېزیون یو ځل بیا په افغانستان کې د آسیا غوره لیګ او آسیا اتلانو دوه‌یم لیګ د خپرونو ځانګړی حق ترلاسه کړی او دا سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

د سیالیو له پیل مخکې به د آسیا اتلانو دوه‌یم لیګ د ډلو پړاو پچه‌اچونه د سې‌شنبې پر ورځ د زمري پر اووه‌ویشتمه / د اګست پر اته‌لسمه د کابل پر وخت د سهار پر ۱۰:۳۰ د مالیزیا د کوالالامپور ښار په ګرنډ حیات هوټل کې ترسره شي. ورپسې به د غرمې پر ۱۲:۳۰ د آسیا غوره لیګ د لیګ پړاو پچه‌اچونه هم ترسره شي.

په نوي پړاو کې به د آسیا د غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ۳۲ لوبډلو پر ګډون ترسره شي. په داسې حال کې، چې په تېرو دوه پړاوونو کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې وه.

د آسیا فوټبال کنفډراسیون ویلي، د ګډونوالو لوبډلو د شمېر زیاتول د دې لپاره دي، چې آسیايي لوبدلو لوبو ته ډېر فرصتونه برابر شي او د وچې د لوبډلو د فوټبال لوبو کچه نوره هم لوړه شي.

په افغانستان کې د فوټبال مینه‌وال کولی شي د اګست د اته‌لسمې د پچه‌اچونې مراسم پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

گروهی آن از ۱۷ اکتوبر تا ۲۴ نومبر ادامه خواهد داشت.

کنفدراسیون فوتبال آسیا اعلام کرده است که افزایش تعداد تیم‌ها با هدف فراهم کردن فرصت بیشتر برای باشگاه‌های آسیایی و ارتقای سطح فوتبال باشگاهی در این قاره انجام شده است.

هواداران فوتبال در افغانستان می‌توانند مراسم قرعه‌کشی روز ۱۸ آگست را به صورت زنده و انحصاری از تلویزیون آریانا تماشا کنند. همچنین برای اطلاع از آخرین اخبار و برنامه مسابقات، می‌توانند صفحات رسمی تلویزیون آریانا و آریانا نیوز را در شبکه‌های اجتماعی دنبال کنند.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117