Connect with us

تازه خبرونه

بنیاد بیات په کابل کې پر سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل

خپور شوی

د

Last Updated on: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۲

بنیاد بیات د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار پر سلګونو اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.

بنیاد بیات له اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د کابل د ختیځ لوري پر اړمنو کورنیو  اوړه، غوړي، وريجې او جامې ووېشلې.

د بنیاد بیات مرستیال حاجي محمد اسماعیل ويلي، چې د دغو مرستو د وېش موخه د اړمنو کورنيو لاس نیوی دی.

هغو اړمنو، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي د بنیاد بیات له مرستو خوښ دي او له نورو خیریه موسسو څخه هم غواړي، چې په دې سختو حالاتو کې له بېوزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

د کابل د ختیځې سیمې یو شمېر اوسېدونکيو ويلي؛ د بنیاد بیات له لوري دغه مرسته په داسې حال کې کیږي چې خلک په رښتیا هم له هر ډول مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ویل کیږي، چې د بنیاد بیات دا مرستې به د ژمي تر پایه په کابل او د هېواد په ولایتونو کې روانې وي.

 

تازه خبرونه

د قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد

د دې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د پلاوي د سفر موخه د قرغزستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخول او د سوداګرۍ او پانګونې کچه لوړول دي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۶, ۱۴۰۴

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه ) اعلان وکړ، چې د قرغزستان یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته رارسیدلی دی.

د دې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د پلاوي د سفر موخه د قرغزستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخول او د سوداګرۍ او پانګونې کچه لوړول دي.

په خبرپاڼې کې راغلي؛ د دې سفر په بهیر کې به د قرغزستان پلاوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره وګوري او د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس او ​​دوه اړخیزو غونډو کې به برخه واخلي.

پلاوی به په افغانستان کې د صنعتي تاسیساتو او بېلابېلو تصدیو له کارونو څخه هم لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراج‌الدین حقاني

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بې‌پالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!