تازه خبرونه
بیات بنیاد په میدان وردګ کې د یوه روغتیايي مرکز د بیا رغونې او تجهیز چارې بشپړې کړې
د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې دا نوښت په افغانستان کې د عامه ګټو پروژو د پلي کولو لپاره د د دې بنسټ د ژمنو یوه برخه ده.
بیات بنیاد د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو روغتیايي مرکز ورغاوه او پر عصري طبي تجهیزاتو یې سمبال کړی دی.
د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې دا نوښت په افغانستان کې د عامه ګټو پروژو د پلي کولو لپاره د د دې بنسټ د ژمنو یوه برخه ده.
دوی ټینګار کړی، چې د هېواد له وګړو سره د بیات بنیاد مرستې په ځانګړي توګه د روغتیا په برخه کې به روانې وساتل شي.
د بیات بنسټ مرستیال حاجي محمد اسماعیل د آبطله روغتیايي مرکز د پرانستې په مراسمو کې ویلي: “د خپلو بشري فعالیتونو له پیل راپدېخوا بیات بنیاد تل هڅه کړې، چې د افغانستان د درنو خلکو تر څنګ ودریږي؛ که هغه د زدهکړې او یا د پرمختیایي پروژو، روغتیا او درملنې په برخو کې وي. بیات بنیاد په راتلونکي کې د افغانستان د شریفو خلکو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د نورو پروژو پلي کولو ته هم ژمن دی.”
دغه راز د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې دوی هم په هېواد کې د عامه خدماتو وړاندې کولو ته ژمن دي او دا بهیر به روان وي.
د افغان بېسیم اجرائیوي رییس عليالله سروري وایي: ” پر مخابراتي خدماتو سربېره هرچېرې، چې خلک ورته اړتیا لري او زمونږ وس کیږي؛ ان شاءالله مونږ تل ستاسې په خدمت کې یوو او پر هیچا هم احسان نهکوو. مونږ دا خپل مسوولیت ګڼو.”
د دې روغتیایي مرکز پر پرانستلو سربېره، بیات بنسټ یو شمېر خوارځواکه ماشومانو ته ځانګړي خوراکي مرستې هم ووېشلې.
سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او د جغتو ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د دې بشردوستانه اقدام ستاینه وکړه او وایي، چې دا مرکز د خلکو روغتیایي اړتیاوې پوره کوي.
ناروغ لرونکي حبیب الرحمن نومي ویلي: “مونږ له دې کار څخه ډېر خوښ یوو. هر کله، چې مو ناروغ لرلی؛ دې کلینیک ته راځو. ډاکټران یې هم ښه چلند کوي.”
دغه راز یوې ناروغ لرونکې ملالۍ ویلي: “دا کلینیک درملنه کوي، درمل ورکوي او بسترونه هم لري. مونږ رښتیا هم خوشحاله یوو.”
آبطله د جغتو ولسوالۍ یوه لرې پرته او بېبرخې سیمه ده؛ خو په دې روغتیايي مرکز کې د غزني ولایت د ناور او رشیدان ولسوالیو ناروغان هم تر درملنې لاندې نیول کیږي او له روغتیايي خدماتو ګټه پورته کوي.
د دې مرکز ډاکټر احسان الله فاروقي وایي: “دا مرکز د خلکو د روغتیايي ستونزو لویه برخه حل کوي؛ د درې ولسوالیو ترمنځ پروت دی او د دې ولسوالیو ناروغان کولی شي دلته مراجعه وکړي.”
بیات بنیاد په افغانستان کې تل له بېخبنايي، ښوونیزو او روغتیا پروژو ملاتړ کړی او له مخکښو خیریه بنسټونو څخه دی، چې د خلکو د ژوند ښهکولو لپاره د اغېزمنو هڅوو ترسره کولو ته ژمن دی.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی5 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی5 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports5 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
