Connect with us

نړۍ

بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ

خپور شوی

د

بې پیلوته الوتکو د چارشنبې پر ورځ د روسیې ختیځ لوري ته د تېلو پر ترټولو لویو دوه چاڼځایونه بریدونه کړي؛ په یوه کې یې اور ولګېد او بل ته یې زیان ونه‌رساوه.

په روسیه کې دننه د بې پیلوته الوتکو بریدونه له تېرو دوه اوونۍ راپدیخوا ډېر شوي او ان د مرکزي سیمو په ګډون د مسکو د استوګنې پر ودانیو ترسره شوي دي.

د کرسنودار والي وینیامین کوندراتیف ویلي؛ شاوخوا لس بجې یوې بې پیلوته الوتکې د روسیې د کراسنودار په اړوند سیمه کې د آفیپسکي د تېلو پر چاڼځای برید وکړ، چې اور پرې ولګېده؛ وروسته اور مړ شو.

د آفیپسکي د تېلو چاڼځای د تورې بحیرې د نوووروسیسک بندر ختیځ ته ۵۰ میله لرې پروت دی، چې د روسیې د تېلو د صادراتو یو له مهمو دروازو څخه دی.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا فابریکه هر کال شاوخوا ۶ میلیون ټنه ( ۴۴ میلیون بیرل) تېل چاڼ او پروسسولی شي.

دا او د خزر پایپ لاین کنسورسیوم دواړه بازار ته د نړیوالو تېلو شاوخوا یو اعشاریه پېنځه سلنه تېل بازار ته وړاندې کوي.

د روسیې دولتي خبري آژانس RIA د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې یوه بله بې پیلوته الوتکه د ایلسکي په چاڼځای کې غورځېدلې، چې د نوووروسیسک ختیځ ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره موقعیت لري.

د چاڼ ځای د اوبپاڼې د څرګندونو له مخې، د پروسس پېنځه واحدونه په کال کې د ۳ میلیون ټنو وړتیا لري.

دا، چې بې پیلوته الوتکې چا پورته کړي؛ په اړه یې تر دې دمه معلومات نه‌دي ورکړ شوي؛ خو روسیه په اوکراین تور لګوي، چې د سې شنبې پر ورځ یې د مسکو په ګډون د هېواد دننه پر هدفونو بریدونه زیات کړي دي.

اوکراین تر دې دمه په ښکاره توګه د روسیې دننه یا په اوکراین کې د روسیې تر څارنې لاندې سیمو کې د بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی.

په روسیه کې د تېلو چاڼ ځایونه د ۲۰۲۲ ز. کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له ځانګړيو پوځي عملیاتو وروسته تر برید لاندې راغلي دي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!