Connect with us

نړۍ

تایوان د رښتر پر کچه ۷ اعشاریه ۲ درجې زلزلې ولړزاوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

سیمه ییزو سرچینو د یکشنبې پر ورځ په تایوان کې د رښتر پر کچه د ۷ اعشاریه ۲ درجې زلزلې له رامنځته کېدو خبر ورکړی، چې په پراخه کچه ویجاړی یې رامنځته کړی.

له زلزلو وروسته د جاپان حکومت په دې هېواد کې له سونامي خبرداری ورکړی دی.

د دغې زلزلې له کبله د اوښتو تلفاتو او ویجاړیو په اړه نور جزئیات اوس ندي خپاره شوي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ یوې قوي زلزلې د تایوان سویل ختیځ ساحل ولړزاوه، چې په پایله کې یې د ویجاړۍ خبر ورکړ شوی او د سونامي خبرداری هم ورکړ شوی دی.

د رسنیو د څرګندونو له مخې، دغه زلزله د تایتونګ ښار د شمال په په څه نا څه  ۵۰ کیلومترۍ د ۱۰ کیلومترو پر ژوروالي رامنځته شوې ده.

د رښتر پر کچه د دې زلزلې لومړنۍ کچه ۷ اعشاریه ۲ وه؛ خو د امریکا د ځمکپوهنې ادارې یې کچه ۶ اعشاریه ۹ اعلان کړه.

د شنبې پر ورځ د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۶  درجې زلزلې دا سیمه ولړزاوله او له هغې وروسته په یوه کم نفوسه غرنۍ او کلیوالي سیمه کې څو زلزلو لږ څه زیانونه رامنځته کړل؛ خو د یکشنبې د ورځې زلزله ډېره ځواکمنه وه.

له زلزلې وروسته د جاپان د هوا پېژندنې ادارې تایوان ته څېرمه په پرتو ټاپوګانو کې له سونامي خبرداری ورکړ.

د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ تمه ده، چې له غرمې وروسته څلور بجې د یو متر پر لوړوالي څپې راورسېږي.

نړۍ

د غزې په سویل کې ۸ اسرائيلي پوځیان ووژل شول

رویټرز د اسرائیلي پوځ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دغه پوځیان ټول د جنګي انجنیرۍ د څانګې غړي وه، چې د رفح د لویدیځ په تل السلطان سیمه کې پر زغره وال موټر د چاودنې له کبله ووژل شول.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د شنبې پر ورځ د غزې په جنوب کې د یوې چاودنې له کبله ۸ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

رویټرز د اسرائیلي پوځ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دغه پوځیان ټول د جنګي انجنیرۍ د څانګې غړي وه، چې د رفح د لویدیځ په تل السلطان سیمه کې پر زغره وال موټر د چاودنې له کبله ووژل شول.

د حماس پوځي څانګې ویلي، چاودنه د ماینونو په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.

اسرائيلي ټانکونو د تل السلطان پر لوري پرمختګ کړی او په ساحلي سيمه کې یې د توپونو باران جوړ کړ، چې په کې زرګونه فلسطينيانو پناه اخيستې ده.

د اوربند لپاره له نړیوالو فشارونو سره – سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه، چې څه باندې اته میاشتې مخکې د اکتوبر په میاشت کې پیل شوې؛ ناشونې شوې ده.

د غزې ښار اوسېدونکیو ویلي، د اسرائیلو پر هوايي بریدونو د غزې ښار د څنډې په دوه کورونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د غزې په سویل کې څلور نور کسان  هم وژل شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د شنبې پر ورځ ویلي؛ د دوی ځواکونو د غزې د سویل په رفح ښار کې، چې له مصر سره ګډخ پوله لري په تونلونو او ځمکنیو برخو کې پر پراخه کچه وسلې نیولي دي.

د اسرائیلو د پوځ د څرګندونو له مخې؛ حماس د جمعې پر ورځ د غزې له مرکزي سیمې څخه پېنځه توغندي توغولي، چې دوه یې پر اسرائیلو او درې یې په غزه کې لګېدلي دي.

 

نور اړوند خبرونه:

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

 

په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول

 

 

Continue Reading

نړۍ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز راپور ورکړی؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې پر ورځ په غزه کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د ولسمشر جوبایډن له وړاندیز ملاتړ وکړ او له فلسطیني وسلهوالو یې وغوښتل، چې دا تړون د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ومني.

حماس د امریکا له‌خوا د وړاندې شوي پرېکړه لیک له تصویب هرکلی کړی او څرګندوي؛ د طرحې د اصولو د پلي کولو په برخه کې، چې د خلکو او مقاومت غوښتنه هم ده له منځګړو سره همکارۍ ته چمتو دي.

روسیې له رایې ورکولو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د امنیت شورا پاتې نورو ۱۴ غړیو له هغه پرېکړه لیک څخه ملاتړ وکړ، چې بایډن د می پر  یودېرشمه د اسرائیلو پر نوښت د درې پړاویز اوربند طرحه وړاندې کړه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرینفیلډ له رایې ورکولو وروسته شورا ته وویل: “نن مونږ سولې ته رای ورکړه.”

دا پرېکړه لیک د اوربند له نوي وړاندیز هرکلی کوي او ښیي، چې اسرائیلو یې هرګلی کړی دی. له حماس څخه هم د منلو غوښتنه کوي او له دواړو خواوو غواړي، چې پرته له ځنډ او شرط  یې بشپړ پلی کړي.

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما شورا ته ویلي: الجزایر، چې د شورا یوازنی عرب غړی دی له پرېکړه لیک ملاتړ کوي؛ ځکه دا پرېکړه لیک کولی شي د سمدستي او تلپاتې اوربند پر لوري د یو ګام استازیتوب وکړي.

هغه وایي: دا فلسطينيانو ته د هيلې يوه څرک وړاندې کوي. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې وژنې ودرول شي.

په پرېکړه لیک کې جزئیات هم وړاندې شوي او دا په ګوته کوي، چې که د لومړي پړاو خبرې اترې له شپږ اوونیو هم ډېروخت ونیسي؛ اوربند به د خبرو تر پای ته رسېدو پورې روان وي.

د اسرائیلو موخې:

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا وپوښتل، چې اسرائیل په ځانګړي ډول څه هوکړه کړې او ویلي یې دي، چې امنیت شورا باید ” ناڅرګنده څرګندونې ” ونه‌مني.

واسیلي نبنزیا شورا ته وویل: مونږ نه غوښتل، چې دا پرېکړه لیک وتړو؛ ځکه څومره، چې مونږ پوهیږو، عربي نړۍ یې ملاتړ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیلو سفیر ګیلا‌ډ ارډان د رایې ورکولو لپاره حاضر و؛ خو شورا ته یې وینا ونکړه. پرځای یې د ملګرو ملتونو لوړ پوړي اسرائیلي ډیپلوماټې ریوټ شاپیر بن نفتالي دې ادارې ته وویل، چې په غزه کې د اسرائیل موخې روښانه او څرګندې دي.

هغه وایي: اسرائیل لاندې اهدافو ته ژمن دي؛ د ټولو یرغمل شویو خوشې کول ، د حماس نظامي او سیاسي ړوړتیاوو له منځه وړل او ډاډ ترلاسه کول، چې غزه به په راتلونکي کې اسرائیلو ته ګواښ نه‌جوړوي. دا حماس دی، چې د دې جګړې د پای ته رسیدو مخه نیسي. هوا! یوازې حماس او حماس.

دې شورا په مارچ کې د سمدستي اوربند او د حماس له‌خوا د نیول شويو ټولو یرغملو بې شرطه خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د امریکا، مصر او قطر مذاکره کوونکي هڅه کوي، چې د اوربند منځګړیتوب وکړي؛ خو حماس د غزې په تړانګه کې د جګړې دايمي پای ته رسول او د ۲ اعشاریه ۳ ميليون وګړو له محاصرې څخه د اسرائيلو شاتګ غواړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل د حماس پر وړاندې، چې پر غزه حاکم دي د اکتوبر د اوومې د برید ځواب ورکوي.

د اسرائیلو د شمېرو له مخې؛ د اکتوبر پر اوومه د حماس په برید کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۲۵۰ ډېر نور یرغمل شول او ویل کیږي، چې په غزه کې له سل ډېر یرغمل دي.

د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلو پر فلسطیني خاوره هوايي، ځمکني او سمندري بریدونه کړي، چې له کبله یې له ۳۷ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان او نږدې ټول فلسطین وران شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو

Published

on

(Last Updated On: )

د اسرائیلو د حکومت د جګړې د کابینې منځلاري څېرې بني ګانټز د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه) د دغه هېواد د ستراتیژیکو او مهمو مسایلو په اړه د حکومت د سیاسي چلند په غبرګون کې خپله استعفا اعلان کړه.

ګانټز په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: نتانیاهو مونږ د رښتینې بریا پر لور له تګه راګرځوي.

ګانتز د دفاع پخواني وزیر او د نتانیاهو سیاسي سیال تېره میاشت د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې د جون تر اتمې پورې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د غزې د ادارې لپاره یو نوی پلان وړاندې کړي؛ خو نتانیاهو د هغه مهال‌وېش له پامه وغورځاوه.

تمه وه، چې ګانتز د شنبې پر ورځ استعفا وکړي؛ خو دا د حماس له بنده د څلور اسرائیلیانو د خوشې کیدو خبر وځنډوله.

ګانتز د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې ستراتیژیکې او پرېکنده پرېکړې د نتانیاهو په حکومت کې د سیاسي مسلو او محاسبو تر اغېز لاندې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې پر ورځ له ګانټز څخه وغوښتل، چې د اسرائیلو په اوسني حکومت کې پاتې شي.

هغه ویلي: زه له بني ګانټز څخه غوښتنه کوم، چې حکومت خوشې نکړي.

د ګانټز له وتلو سره به نتانیاهو د منځلارې ډلې ملاتړ له لاسه ورکړي او د سخت دریځو شخصیتونو دریځ، چې د غزې بشپړ اشغال او په لبنان کې له حزب الله سره جګړه غواړي؛ په کابینه کې پیاوړي شي.

که څه هم نتانیاهو او د هغه متحد ګوندونه د اسرائیلو په پارلمان کې له ۱۲۰ څوکیو څخه ۶۴ لري؛ خو اړتیا ده، چې د سخت دریځو ملتپالو ګوندونو پر سیاسي ملاتړ تکیه وکړي. د دغو سیاستوالو څرګندونې څو ځلې ان په واشنګټن کې د سختو ناکراریو لامل شوې دي.

اوس‌مهال نتانیاهو د اسرائیلو د لویدیځو متحدینو او په غزه کې د یرغمل شویو کورنیو له پراخو غوښتنلیکونو سره مخ دی، چې جګړه پای ته ورسوي او بندیان بېرته راستانه کړي.

د جګړې له پیله اته میاشتې تېرې شوي؛ خو اسرائیل اوس هم خپلو ټاکل شویو اهدافو ته ندی رسېدلی، ځکه د حماس ډېري لوړپوړي مشران ازاد دي او له سل ډېر یرغمل له حماس سره دي.

امریکا د اسرائیلو له لومړي وزیر څخه څو ځلي غوښتي، چې د غزې په اړه له جګړې وروسته یو کلک پلان جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، چې تېره اوونۍ یې په غزه کې د سولې وړاندیز وکړ ویلي؛ نتانیاهو د جګړې له اوږدولو څخه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حماس د روغتیا وزارت وايي؛ اسرائیلي ځواکونو د څلور یرغملو د ژغورنې په عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان وژلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!