Connect with us

تازه خبرونه

ترانسپورت وزارت خصوصي سکتور له پامه غورزولی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد د ترانسپورترانو سرتاسري ټولنه وايي، د ترانسپورت وزارت لخوا نوی قانون جوړ او د ولسمشر له لوري توشیح شوی؛ خو په دغه قانون کې د خصوصي سکتور نظر هیڅ نه دی اخستل شوی.

دوی وایي، چې د هېواد په ترانسپورت کې خصوصي سکتور سلګونه میلیون دالر پانګونه کړې او د هېواد په کچه د بار چلونې او مسافر لیږدونې لسګونه ترانسپورتي شرکتونه فعالیت کوي.

هغو ویلي، چې د ترانسپورت د نوي قانون په جوړیدو کي د یاد وزارت مسوولینو اړوند خصوصي سکتور نه پوښتلی او نه یې ورسره مشوره کړې ده.

دوی له ټولو مسوولینو غواړي، چې پر دغه قانون دې له سره بیا کتنه او غور وشي.

د هېواد د ترانسپورترانو سرتاسري ټولنې رییس طلامحمد اتمانزی وایي؛ مونږ په ځلونو هڅه کړې او دا غږ مو پورته کړی، چې ترانسپورت وزارت له مونږ پوښتنه نده کړې؛ نوی قانون ستونزي لري او په دې توګه له ولسمشره غواړو، چې زمونږ غږ واري.

وزارت دغه تورونه بی بنسټه بولي او زیاتوي، چې نوی قانون هیڅ مشکل نه لري او له قانون سره ثلیقوي کړنې به هم ترسره نشي.

د ترانسپورت وزارت مسوولین بیا د خصوصي ترانسپورتي شرکتونو دغه ادعاوې بی بنسټه بولي او زیاتوي، چې نوی قانون د ولسمشر له خوا توشیح شوی او د اجرا وړدی.

د ترانسپورت وزارت ویاند حکمت الله قونج وایي، مونږ د نوي قانون د طرحې د ترتیب پر مهال له ټولو لوریو سره خپلې مشورې کړي؛ اوس قانون توشیح شوی او بدلون په کي ناشونی دي.

د ترانسپورتي ټولنې مسوولینو څرګنده کړې؛ که حکومت غواړي، چې د ترانسپورت په سکتورکې شفافیت راشي، نو باید د دوی غوښتني په نظرکې ونیسي او کنه په دغه سکتور کې به فساد همداسې روان وي لکه ، چې روان دی.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!